کابل (پژواک ١٧ وږى ٩٢): په ملي شورا کې د ختيځو ولايتونواستازو د مشرقي ولايتونو د يووالي په نوم خوځښت جوړ کړ او وايي، چې دغه خوځښت به ډېر ژر د ولسمشرۍ لپاره د کانديد په اړه پرېکړه وکړي.
د ” مشرقي د يووالي حرکت” وياند او د ولسي جرګې لومړي مرستيال ميرويس ياسيني نن په کابل کې په دې اړه جوړه شوې ناسته کې وويل، چې په دغه حرکت کې په ولسي او مشرانو جرګو کې د ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان ولايتونو ټول استازي شامل دي.
په ملي شورا کې د يادو ولايتونو ټول ٣٦ استازي شتون لري.
ياسيني زياته کړه، چې په هېواد کې د امنيت ټينګښت، په اقتصادي او نورو برخو کې پرمختګونه او له اداري فساد سره جدي مبارزه د دغه خوځښت د رامنځته کېدو بنسټيزې موخې دي.
هغه وايي: “موږ ټولو هوډ کړى، تر څو يو ځاى کار وکړو او حکومتي مسوولين دې ته اړ کړو چې په هېواد کې د امنيت د ټينګښت او د نورو برخو د پرمختيا لپاره پوره هلې ځلې وکړي.”
ياسيني چې په تېرو ټاکنو کې د ولسمشرۍ لپاره نوماند و خو بريالى نه شو، وويل، چې د “مشرقي د يووالي حرکت” به ډېر ژر راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ته يا خپل مستقل کانديد وړاندې کړي او يا به هم له هغه کانديد څخه خپل ملاتړ اعلان کړي، چې وکولاى شي د افغانستان روانو ستونزو ته د پاى ټکى کېږدي.
ټاکل شوې، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د راتلونکي کال د وري په ١٦مه ترسره شي.
ياسيني دا هم وويل، چې دغه خوځښت به ډېر ژر د دولت په چوکاټ کې د ختيځو ولايتونو له نورو مشرانو او د دغو ولايتونو د ولايتي شوراګانو له غړو سره هم اړيکې ونيسي ترڅو له دغه حرکت سره يوځاى شي.
د ده په وينا، د “مشرقي د يووالي حرکت” به هڅې وکړي، چې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې له نورو ډلو سره اړيکې ونيسي، څو په ګډه په هېواد کې د شته ستونزو د پاى ته رسېدو لپاره کار وکړي.
هغه زياته کړه: “زموږ دغه حرکت يواځې په مشرقي ولايتونو پورې نه منحصر کېږي، موږ هڅه کوو، چې دا د هېواد په کچه پراخ کړو، ځکه مشرقي ولايتونه د افغانستان لاسونه دي.”
د ياسيني په وينا، د ختيځو ولايتونو د يووالي خوځښت به هيچا ته اجازه ورنه کړي، چې”د هېواد سياست په خپله اجاره کې واخلي.”
د راتلونکو ټاکنو لپاره د اېتلافونو جوړولو په موخه د سياسي ګوندونو تر منځ خبرې روانې دي او ځيني سره سلا شوي هم دي.
تر اوسه له ١٥سياسي حرکتونو جوړ ” ټاکنيز اتحاد” او لسو ګوندونو او يو شمېر ټولنيزو سازمانونو جوړ “د ملي تفاهم مجمع” هم د موجوديت اعلان کړى او ويلي يې دي چې راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ته هر اېتلاف يو کانديد وړاندې کوي.
د عبدالهادي ارغنديوال په مشرۍ حزب اسلامي او د ولسمشر د دويم مرستيال کريم خليلي په مشرۍ د وحدت ګوند تر منځ د اېتلاف جوړولو خبرونه هم خپاره شوي، خو ځينې سرچينې وايي، چې په دې اړه د حزب اسلامي او جمعيت اسلامي ګوندونو تر منځ هم خبرې روانې دي.
دغه راز ويل کېږي، چې له تېرو څو ورځو راهيسې د راتلونکو ټولټاکنو په موخه د بل اېتلاف لپاره له بهرنيانو افغان ځواکونو ته د مسووليتونو د لېږد پروسې مشر ډاکټر اشرف غني احمدزي، په افغانستان کې د امريکا پخواني سفير زلمي خليلزاد، د کورنيو چارو پخواني وزير محمد حنيف اتمر، د ولسمشر کرزي ورور عبدالقيوم کرزي، د افغان ملت ګوند مشر ستانه ګل شېرزاد او ځينو نورو کسانو تر منځ هم خبرې روانې دي.
په افغانستان کې د ټاکنو پر رانږدې کېدو سره سياسي خوځښتونه سره اېتلافونه جوړوي.
کېداى شي د ټاکنو تر ورځې ډېر اېتلافونه جوړ شي، خو ځيني يې بيا بېرته ړنګ او غړي يې له نورو اېتلافونو سره ملګري شي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن