ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بشر حقونو د هرات د بنديانو اعتصاب د اندېښنې وړ وباله

26 Sep 2013 - 17:15
26 Sep 2013 - 17:15

هرات (پژواک ٤ تله ٩٢): د هرات د مدني ټولنو فعالانو او د بشر حقونو خپلواک کمېسيون د هرات په محبس کې د بنديانو اعتصاب د اندېښنې وړ وباله.

 په لوېديځ زون کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د سيمه ييز دفتر مشر عبدالقادر رحيمي نن د تلې په ٤مه، خبريالانو ته وويل، د بنديانو اعتصاب پنځمې ورځې ته اوږد شو، خو تر دې مهاله يې دولت ستونزو ته پاملرنه نه ده کړې او نه يې د دوى غوښتنې اورېدلې دي.

 د هرات د ولايتي شورا رييس سيد وحيد قتالي وايي، چې د بنديانو له لوري ورته ١٦ ماده ييز پرېکړه ليک رسېدلى دى.

د نوموړي په وينا، بنديانو په پرېکړه ليک کې د خپلو حقونو د ورکړې غوښتنه کړې ده؛ په پرېکړه ليک کې، د دوسيو پر وخت نه څېړل، ډاکټر، درملو، ځاى، جومات او حمام نشتوالى يې خپلې لومړنۍ ستونزې يادې کړې دي.

قتالي د بنديانو ټولې غوښتنې پر ځاى وبللې او زياته يې کړه، چې دولت بايد دې ستونزو ته پاملرنه وکړي.

د هرات محبس د دوهم بلاک يوه سياسي بندي د ټېلېفون له لارې د نوم نه ښودلو په شرط پژواک اژانس ته ويلي، چې پنځه ورځې کيږي اعتصاب يې کړى، خو څوک يې پوښتنې ته نه دي ورغلي.

د ده په وينا، ٢٥٠ بنديانو خپلې خولې ګنډلي، چې اوس يې روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.

دغه بندي د هرات محبس رييس مجيد صادقي له بنديانو د پيسو په اخيستلو تورن کړ او زياته يې کړه، چې په محبس کې يې شخصي زندان جوړ کړى دى؛ کله چې ٥٠٠٠ افغانۍ ورکړي، بيا يې بېرته اصلي محبس ته بيايي.

هغه له ولسمشره غوښتنه وکړه، چې د محبس رييس له دندې ګوښه کړي.

 هغه زياته کړه، هغه پنځوس تنه پوليس چې يې يرغمل کړي وو، خوشې کړي دي.

خو د هرات د ښاري څارنوالۍ مشر ګل احمد رامش بيا خبريالانو ته وويل، چې بنديان د ولسمشر کرزي د فرمان له مخې د خپل بند د مودې د کمېدو او له بنده د ازادېدو غوښتنه کوي.

 طالب وياند قاري يوسف احمدي هم، دولت بنديانو ته په نه پاملرنې تورن کړ او زياته يې کړه، چې له تېرو پنځو ورځو ٢٠٠٠ بنديانو د نه خوړلو اعتصاب کړى دى، خو دولت يې غوښتنې ته پاملرنه نه کوي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version