ژبه

په کندهار کې د رايې ورکولو ٢٤٤ مرکزونه په پام کې نيول شوي

کندهار ( پژواک ٥ لړم ٩٢ ) : د کندهار ولايت چارواکي وايي، چې د راتلونکو ولسمشريزو او ولايتي شورا د ټاکنو لپاره په دغه ولايت کې ٢٤٤ د رايې ورکولو مرکزونه په پام کې نيول شوي، چې د تېرو ټاکنو په پرتله ٤٣ مرکزونه زيات دي.

دغه څرګندونې د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا د لړم په ٥مه، د ٢٠٥ اتل قول اردو د غونډو په تالار کې د هغې غونډې پر مهال وکړې، چې د راتلونکو ټاکنو لپاره د امنيتي پلان پر جوړولو او د شته امنيتي تهديداتو د ارزولو په موخه جوړه شوې وه.

په دغه غونډه کې د ملي اردو تر څنګ، د ملي پوليسو، د عامه نظم، سرحدي پوليسو او د ملي امنيت مسوولينو، د ولسواليو ولسوالانو، امنيه قومندانانو او نورو ګډون کړى و.

د کندهار د والي ډاکټر توريالي ويسا په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په کندهار کې ولايت کې د تېر په پرتله د رايې ورکولو په مرکزونو کې زياتوالى راغلى، چې دا په خپله د تېر په پرتله د امنيتي وضعيت د ښه والي څرګندونه کوي.

هغه زياته کړه، د ولسمشرۍ په تېرو ټاکنو کې د رايې ورکولو ٢٠١ مرکزونه وو، خو د راتلونکو ټاکنو لپاره ٢٤٤ مرکزونه ټاکل شوي، چې ٤٣ مرکزونه پکې زيات شوي دي.

د نوموړي په وينا، د تېر په پرتله په کندهار کې د امنيت کړۍ پراخه شوې او ګڼ شمېر هغه ولسوالۍ او کلي چې پخوا د وسله والو مخالفينو تر ولکې لاندې وې، د دولت تر واک لاندې راغلې دي.

هغه وويل، دا به لومړنۍ غونډه نه وي، بلکې د ټاکنو تر مهاله پنځه مياشتې وخت شته، چې په دې موده کې به هغوى بيا هم ورته غونډه جوړوي او د ټاکنو پر وړاندې د شته تهديداتو د مخنيوي لارې چارې به لټوي.

خو نوموړي د ډاډمن امنيت په برخه کې د ماينونو خښول د خپلې جدي اندېښنې په توګه ياد کړ او ويې ويل، چې لا هم امنيتي ځواکونه د ماينونو د کشف او شنډولو په برخه کې کافي تجهيزات او انجنيري ټيمونه نه لري.

والي ټينګار وکړ، چې د کندهار لپاره ټاکل شوي ټول مرکزونه به پرانيستي وي او پر وړاندې به يې شته تهديدات له منځه وړل کېږي، خو که بيا هم ستونزې وې، د دې پر ځاى چې مرکزونه وتړل شي، نږدې سيمو ته به راولېږدول شي، تر څو خلک وکولاى شي په اسانۍ د رايې ورکولو لپاره دغه مرکز ته لاړ شي.

په کندهار کې د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو قوماندان جنرال عبدالحميد حميد وويل، چې د پلان له مخې هغوى په هرو پنځلس ورځو کې د دغه ولايت په ټولو ساحو کې شته تهديدات څېړي او د مخنيوي لپاره يې عمليات پلان کوي.

هغه زياته کړه ، د ارزونې له مخې ، په کندهار کې ٣١ مرکزونه داسې وو، چې له لوړ تهديد سره مخ وو، خو په دې ساحو کې يې عمليات کړي او د تهديداتو کچه يې ټيټه کړې، چې په دې توګه دغه سايټونه اوس لسو ته را ټيټ شوي، چې له لوړ تهديد سره مخ دي.

د کندهار خاکرېز، شاوليکوټ، ميانشين، نېش، غورک، ميوند، معروف او رېګستان هغه ولسوالۍ ګڼل کېږي، چې د ټاکنو لپاره شته مرکزونه يې له لوړ تهديد سره مخ دي.

خو د ملي اردو قوماندان ډاډ څرګندوي، چې د ټاکنو تر مهاله کافي وخت لري او په دغه موده کې به نه يواځې چې شته تهديدات به له منځه وړي، تصفيوي عمليات به کوي، ماينونه به لېرې کوي او لارې به د خلکو پر مخ پرانيزي، تر څو د ټاکنو تر ورځې امنيت ډادمن شي.

د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو درستيزوال جنرال واقف شاه وويل، چې د سوېل په کچه يې له تېرو شپږو مياشتو راهيسې ټاکنو ته د امنيتي چاپېريال د برابرولو په موخه پوځي عمليات کړي، چې په دغه مودده کې يې ٣٨٦ تنه د دولت وسله وال مخالفين وژل شوي، ١٣٦ ټپيان شوي او ٣٢ تنه يې ژوندي نيول شوي.

هغه وويل، دغه راز د هغوى له لوري هم په دغو عملياتو کې ٨٨ سرتېري وژل شوي او ٢٥٠ نور ټپيان شوي دي.

د نوموړي په وينا، د کندهار تر څنګ به د سوېل په نورو ولايتونو کې هم د هغوى عمليات دوام ولري.

د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق هم هيله وښودله، چې دا ځل به ټاکنې د تېر په څېر نه وي، چې هم په کندهار ښار او هم په ولسواليو کې له ناامنيو او چاودنو سره مل وې.

هغه په دې برخه کې د خلکو همکاري اړينه وګڼله او له هغوى يې وغوښتل، چې له خپلو امنيتي ځواکونو سره همکاري وکړي، تر څو خلک ډاډه شي او په ارامه فضا کې د خپلې خوښې کانديد ته رايه ورکړي.

ټاکل شوې ده، چې د راتلونکي ١٣٩٣ کال د وري په ١٦مه، د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې تر سره شي.

ورته موضوع