خوست (پژواک ٩ لړم ٩٢): د خوست معلولين وايي، چې د دولت له لوري دوى ته پاملرنه نه کېږي، نه کافي معاش ورکوي او نه هم مرسته ورسره شوې ده.
په دغه ولايت کې يو شمېر معلولين د سرپناه لپاره د يوې نومرې ځمکې غوښتنه کوي، ځينې يې د لومړنيو خوراکي توکو د مرستې په لټه کې دي او ځينې نور بيا د مياشتني معاش د لوړولو هيله لري.
د دې تر څنګ يو شمېر نور معيوبين او معلولين بيا له دولت او دغه راز له خيريه ټولنو غوښتنه کوي، چې د خپلو کورنيو د اړتياوو پوره کولو او د اقتصادي ستونزو د حل لپاره دې دوی ته حرفوي زده کړې ورکړي.
په خوست کې ټول معيوبين او معلولين له دولته شکايت لري او وايي، چې د دوی د ستونزو د هواري په اړه يې هېڅ نه دي کړي او نه هم مرسته ورسره شوې ده.
سيد ولي خان د خوست د تڼيو ولسوالۍ د درګي سيمې اوسېدونکی دی، هغه د روسانو د يرغل پر مهال د جهاد په دوره کې دواړه پښې له لاسه ورکړې او اوس د معيوبينو پر بايسکل ګرځي.
هغه له پژواک اژانس سره په خبرو کې وويل، سره له دې چې خياطي هم کوي، خو د کورنۍ لګښتونه نه شي پوره کولای او پرته له دې چې د دولت مرسته ترلاسه کړي، بله کومه هيله نه لري.
سيد ولي خان وايي، دوی ته د دولت له لوري د مياشتې ١٨٠٠ افغانۍ معاش ورکول کېږي، زياتوي چې نه يوازې دا زيات شوی نه دی، بلکې پر وخت هم نه ورکول کېږي.
هغه وايي: ((معيوبين يو، څوک مرسته نه راسره کوي، هغه معاش چې موږ ته مقرر شوی هغه يې هم تر اوسه نه دی راکړی کله راته وايي، چې ورک به شي او کله وايي، چې په بانک کې يې درکوو.)).
نورالله يو بل معيوب دی، چې د خوست د شهيدانو او معيوبينو رياست ته د مرستې د غوښتنې لپاره راغلی و او وايي، که دولت ورسره مرسته ونه کړي، نو په ژوند کې به يې لا زيات وکړېږي.
نورالله وايي، يو شمېر رياستونه د ژمي په موسم کې خپلو خلکو ته د يو شمېر خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې ورکوي، خو له دوی سره خپل رياست هېڅ مرسته نه ده کړې.
هغه پژواک اژانس ته وويل، د ژمي په رانږدې کېدو سره د دوی ستونزې زياتېږي او د کورنۍ اړتياوې يې ډېرېږي، خو د دوی کمزوری اقتصاد د دې جوګه نه دی، چې دغه ټولې ستونزې پرې حل شي.
هغه زياته کړه: ((موږ هم انسانان يو، اولادونه لرو، په دې وطن کې معيوب شوي يو، حکومت معيوب ته هيڅ توجه نه کوي، دلته د دې لپاره راغلي يو، چې د خپل حق غوښتنه وکړو.))
د خوست يو بل معيوب غلامحمد وايي، چې د پخواني شوروي اتحاد پر ضد د جهاد په دوره کې يې خپله سترګه له لاسه ورکړې، خپلې غوښتنې يې هر ځل خپلو مسوولو کسانو ته رسولې، خو هېڅ نتيجه يې نه ده ورکړې.
هغه له مسوولو کسانو غوښتنه کوي، چې د دوی د ژوندانه د بهبود لپاره دې تر خپل وس پورې منډې ترړې وکړي.
هغه وايي: ((په خوست کې د معيوب غږ څوک نه اوري، له خپل رياست څخه مو هم غوښتنه کړې او ولايتي شورا ته هم ورغلي يو، خو زموږ غږ څوک نه اوري.))
دغه معيوبين وايي، دولت دې ورته روغتيايي اسانتياوې برابرې کړي او په دولتي ادارو كې دې ځاى وركړي او هغه حقونه دې ورکړل شي، چې قوانينو ورکړي دي.
د خوست د معيوبينو او معلولينو د اتحاديې مشر صاحب منګل پژواک اژانس ته وويل، تر خپله وسه يې د دغه ولايت د معيوبينو زياتره ستونزې د چارواکو تر غوږونو رسولې دي، خو چا غور نه دی پرې کړی.
صاحب منګل د خوست پر ولايتي ادارې هم له دې امله نيوکه وکړه، چې د استوګنې لپاره د ځمکې په وېش کې يې معيوبينو ته کومه برخه نه ده ورکړې.
د خوست د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معيوبينو چارو رييس محمدکمال ځدراڼ وايي، هغوى غواړي د معيوبينو ژوند ښه شي او ښه کاروبار ولري.
هغه له پژواک اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې پر مهال وويل، نه يوازې د خوست، بلکې د ټول هېواد معيوبينو او معلولينو لپاره په مياشتني معاش کې زياتوالی راځي.
ځدراڼ زياته کړه، د نوي کال په تخصيص کې د هر معيوب او معلول لپاره تر پنځه زره افغانيو پورې مياشتنی معاش نيول شوی، چې تر ډېره حده به د معيوبينو اقتصادي ستونزې حل کړي.
نوموړي وويل، د معيوبينو لپاره د کاري زمينې د برابرولو په خاطر يې په تېرو کلونو کې يو شمېر د حرفوي زده کړو ورکشاپونه جوړ کړي وو او هيله من دی، چې په ډېر نږدې راتلونکي کې دا ډول نور ورکشاپونه هم جوړ کړي.
محمدکمال ځدراڼ د معيوبينو لپاره د استوګنې د کورونو د ځمکې په اړه څه ونه ويل، خو د خوست د ولايت مقام د عامه اړيکو مسوول بريالي روان پژواک اژانس ته وويل، په پخوانيو وېشل شوو ځمکو کې يې معيوبينو ته خپله برخه ورکړې ده.
هغه زياته کړه، د پوهنې رياست د ښوونکو په ښارګوټي کې معلولو ښوونکو ته هم يوه – يوه نومره ځمکه ورکول کېږي.
بريالي روان وويل، هغه ځمکې چې د ملي دفاع په وزارت پورې اړوند دي او ټاکل شوې د استوګنې د کورونو لپاره ووېشل شي، معيوبينو او معلولينو ته به په کې خپله پوره برخه ورکړل شي.
د ولايت مقام د عامه اړيکو مسوول زياته کړه، پر معيوبينو او معلولينو به تر ډېره بريده ژمنۍ مرستې هم ووېشي، خو هغه په دې برخه کې له حکومت او دغه راز له نړيوالې ټولنې هم غوښتنه وکړه، چې د ټولنې له دغه قشر سره دې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د ارقامو له مخې دا مهال په خوست ولايت کې څه د پاسه درې زره معيوبين شته، چې د بدن يوه غړي يې د جهاد دورې او يا کورنيو جګړو پر مهال له لاسه ورکړي دي.
سره له دې، د ځينو مرستندويه ټولنو له لوري يو شمېر معلولينو ته حرفوي زده کړې ورکړل شوې، خو بايد وويل شي چې ډېری برخه يې اوس هم بې کاره او بې روزګاره ګرځي.