ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په خوست کې يو سوداګريز مارکېټ پر بمونو والوځول شو

په خوست کې يو سوداګريز مارکېټ پر بمونو والوځول شو

author avatar
11 Nov 2013 - 12:24
په خوست کې يو سوداګريز مارکېټ پر بمونو والوځول شو
author avatar
11 Nov 2013 - 12:24

خوست (پژواک ٢٠ لړم ٩٢): دخوست په لکڼو ښار ګوټي کې يو سوداګريز مارکېټ پر ماينونو الوځول شوى او ډېرى دوکانونه يې ويجاړ شوي دي.

د خوست د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال محمديعقوب د لړم په ٢٠مه پژواک اژانس ته وويل، چې ياده پېښه تېره شپه د خوست مرکز اړوند د لکڼو په ښار ګوټي کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، په چاودنه کې يو شمېر دوکانونه، چې ټوکرونه او د بنجاره توکي په کې پلورل کېدل، نړېدلي دي .

ده وويل ، چې د پېښې د پلټنې په موخه يې سيمې ته پوليس لېږلي دي.

د خوست د لکڼو يوه اوسېدونکي هدايت الله پژواک اژانس ته وويل، نيمه شپه يې د يوې درنې چاودنې غږ واورېد او سهار يې وليدل چې په ښار کې يې د رخت او بنجاره توکو مارکېټ الوځولى دى.

هدايت الله وويل، په مارکېټ کې دوه نور بمونه هم ځای پر ځای شوي وو، خو نن سهار پوليسو شنډ کړل.

هغه زياته کړه، ياد مارکېټ شل دوکانونه لرل، خو د چاودنې په پايله کې پنځلس دوکانونه په بشپړ ډول له منځه تللي او ميليونونه افغانۍ تاوان يې اړولی دی.

 د سيمې يو بل اوسېدونکى هجرت الله وايي، چې د ياد مارکېټ دوکاندارانو ته مخکې وسله والو طالبانو خبرداری ورکړی و او ويلي يې وو، چې مارکېټ دې وتړي.

هغه وويل، چې په دغه مارکېټ کې پر دوکاندارانو تور پورې و، چې د اخلاقي فساد په خپرولو کې لاس لري.

د ياد مارکېټ دوکانداران د دې پېښې په اړه له څه ويلو ډډه کوي.

تر اوسه د دې پېښې مسووليت چا پر غاړه نه دی اخيستی او نه هم وسله والو طالبانو په دې اړه څه ويلي دي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.