خوست ښار ( پژواک، ٢٢ لړم ٩٢ ) : په خوست کې د امريکايي ځواکونو لويه پوځي اډه تخليه او افغان امنيتي ځواکونو ته وسپارل شوه.
دغه خبر دخوست ولايت مقام څخه د لړم په ٢٢مه، پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلی دی.
خبرپاڼه وايي، چې د خوست والي عبدالجبارنعيمي او په دې ولايت کې امنيتي چارواکو د سالارنو ( صحراباغ ) د پوځي اډې څخه د ليدنې پرمهال وويل، چې له دغې اډې څخه به افغان امنيتي ځواکونه د يوه مهم مرکز په توګه ګټه واخلي.
سرچينه وايي، چې اوس په دې ولايت کې ټول امنيتي ځواکونه او په ځانګړي ډول د ملي اردو د لومړۍ لوا د منسوبينو هڅې د امنيت په ټينګښت کې مهمې او د ستاينې وړ دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، خوست والي له مرکزي حکومت څخه غوښتنه کړې ده، چې د دې سرحدي ولايت د اړتياوو له مخې دې، په دغه ولايت کې ټول امنيتي ځواکونه په ښه توګه اکمال او تجهيز کړي.
په خوست کې د امريکايي ځواکونو ياده شوې پوځي اډه کې ټول جوړ شوي تاسيسات افغان ځواکونو ته سلامت سپارل شوي، خو د خوست د ولايت مقام ياده شوې خبرپاڼه وايي، چې د دغو تاسيساتو د ساتنې او څارنې لپاره ځانګړی پلان لري.
د دغې سرچينې د معلوماتو له مخې، په ياده شوې پوځي اډه کې جوړ شوی هوايي ډګر هم د ټولو ملي او نړيوالو الوتنو لپاره مناسب بلل شوی او د ترانسپورټ او هوايي چلند له وزارت څخه يې غوښتنه کړې، چې د دغه مهم موقعيت لرونکي هوايي ډګر اړوند تاسيساتو ساتنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د يادونې ده، چې تر دې وړاندې له دغه هوايي ډګر څخه يواځې نړيوالو ځواکونو ګټه اخيستله او په هيڅ ډول پکې کورنيو الوتنو ته اجازه نه ورکول کېده.
له همدې امله د خوست ولايتي ادارې د دغه ولايت د خلکو او مسافرينو په غوښتنه د خوست په لوېديځ کې د يوه بل هوايي ډګر د جوړېدو چارې پيل کړې دي.
د سالارنو پوځي اډه د افغانستان په ختيځ او جنوب ختيځ کې د امريکايي ځواکونو تر ټولو لويه پوځي اډه بلل کېده، چې زرګونه امريکايي سرتېري پکې مېشت وو.
سربېره پر دې، په دغه پوځي اډه کې د افغان ژباړنو په ګډون د ورځې زرګونه افغان کارګرانو کار کاوه، خو اوس د دغو کاريګرو ډېر شمېر بې کاره دي.
د يادونې ده، چې امريکايي ځواکونه په خوست ولايت کې د زاړه هوايي ډګر يا چپمېن په نوم يوه بله پوځي اډه هم لري، چې د خوست ښار په ختيځ کې پرته ده.
دغه پوځي اډه نه يواځې تخليه شوې نه ده، بلکې لاهم د پراخېدو په حال کې ده.