خوست( پژواک،٢٩ لړم ٩٢):د خوست خلک وايي، چې په دې وروستيو کې ددغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې وسله والو غلو د افغان امنيتي ځواکونو له يونيفورم څخه په ګټې اخيستنې د شپې له خوا د ګڼ شمېر شتمنو خلکو کورونه لوټلي دي.
چارواکي په دې ولايت کې د وسله والو غلو او د لوټل شويو کورونو د ارقامو په اړه پوره معلومات نه ورکوي، خو د سيمې خلک وايي، چې په تېرو څو مياشتو کې ګڼ شمېر کورونه د دغو غلو هدف ګرځېدلي دي.
د خوست ښار اوسېدونکى انورخان وايي، يو شمېر وسله والو غلو، چې د سرحدي ځواکونو لباس يې پر تن و، د شپې مهال يې د ده کور لوټلی ، پيسې، سره او سپين زر يې ټول ترې وړي دي.
هغه پژواک اژانس ته وويل،چې وروڼو يې په ډېرې خوارۍ سره په تېرو شلو کلونو کې يو څو پيسې پيداکړې وې، چې اوس د غلو خوراک شوې.
هغه وايي:(( د شپې په دوه نيمو بجو پنځه کسه، چې د سرحدي پوليسو يونيفورم يې پر تن وو، راغلل زه يې وتړلم ١٦١ ګرامه سره زره، ١١٥ ګرامه سپين زر، ١٠٠ زره افغانۍ، درې مبايلونه او څلور قيمتي ساعتونه يې رانه يوړول.))
د خوست د مرکز يو بل اوسېدونکى نسيم ګل وايي، چې د دوى د تره پر کور هم يو شمېر وسله والو غلو د امنيتي ځواکونو له لباس څخه په ګټې اخيستنې دا ډول غله کړې ده.
هغه وايي، چې پيسې او ګاڼې يې ټولې ترې لوټلې دي، وسله والو ويل، چې تلاشي کوي، خو د کور ټول قيمتي سامانونه يې له ځان سره يوړول.
د خوست د ولايتي شورا رييس سيدکريم خاکسار پژواک اژانس ته وويل، دوى هم په دې اړه راپورونه تر لاسه کړي، چې د خوست پر مرکز سربېره په ځينو لرې سيمو کې دا ډول غلاګانې شوې دي.
هغه وايي، له امنيتي چارواکو سره يې په دې برخه کې جدي امنيتي پلانونه جوړ کړي او تر تطبيق لاندې دي.
د خوست د والي وياند مبارز محمد ځدراڼ پژواک اژانس ته وويل، چې په دې ولايت کې يې د وسله والو غلو د فعاليتونو د مخنيوي لپاره کوټلي ګامونه اخيستي او په دې برخه کې يې امنيتي غونډې او مجلسونه هم نيولي دي.
هغه زياتوي، ټول کشفي او امنيتي ارګانونه په کې برخه اخلي او ډېره جدي او قاطع پرېکړه يې کړې که په دغه برخه کې څوک تورن و پېژندل شي، له سخت قانوني چلند سره به مخامخ شي.
د خوست والي عبدالجبار نعيمې درې ورځې مخکې د امنيتي ننګونو د يو ورځني کنفرانس په ترڅ کې د امنيتي ځواکونو له يونيفورم څخه په استفادې د وسله والو غلاګانو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.
هغه وويل، د افغان امنيتي ځواکونو لباس اغوستل او بيا د يوه افغان کور ته د امنيتي ځواکونو په شکل ورتلل او د کور لوټل د خلکو ترمنځ وېره خپروي او د خلکو او حکومت تر منځ واټن رامنځته کوي.
په مجموع کې له دا ډول غلاګانو اغېزمن شوي خلک،د سيمې نور اوسېدونکي او سوداګر ډير اندېښمن کړي.
د خوست اوسېدونکي د مسووليت ګوته امنيتي ځواکونو ته نيسي او غوښتنې ترې کوي، چې د دا ډول کسانو مخه دې ډب کړي.
څه موده وړاندې خوست والي پر پوليسو او عدلي چارواکو د قانون د نه تطبيق له امله سختې نيوکې کړې وې او ويلي يې و، چې د عدلي ارګانونو د ناغيړۍ له امله جنايتکاران او وسله وال غله ازاد فعاليت کوي او څوک يې مخه نه نيسي.