ژبه

په نوم ليکنه کې د خوست د مېرمنو ونډه کمرنګه ده

خوست (پژواک ١٣ ليندۍ ٩٢): د خوست د ټاکنو کمېسيون سيمه ييز چارواکي وايي، چې د تېرې يوې مياشتې په موده کې د نوم ليکنې په پروسه کې د خلکو ونډه ډېره شوې، خو د ښځو په کې کمرنګه ده.

د خوست ټاکنو کمېسيون دفتر مشر شفيق احمد د ليندۍ په ١٣مه د عامه پوهاوي په اړه جوړه شوې غونډه کې وويل، چې په دغه ولايت کې ۶۵ زره کسانو د رايې ورکونې کارتونه اخيستي، چې دېرش سلنه يې ښځې جوړوي.

هغه زياته کړه: ((د دريو مياشتو په موده کې يې په ټاکنو کې د ګډون لپاره د ۱۵۰زره کسانو عامه پوهاوی کړی، چې دا کار د کارتونو په اخيستو کې د خلکو د ونډې د زياتېدا لامل شوی.))

وفا وايي، د ښځو لپاره يې هم تبليغاتي پروګرامونه جوړ کړي، د کليو او بانډو ښځو ته يې د ټاکنو د ارزښت په اړه پوره معلومات ورکړي، خو بيا هم ښځو برعکس کم کارتونه اخيستي دي .

د خوست د والي وياند مبارزمحمد ځدراڼ په دې غونډه کې وويل، په هېڅ ولسوالۍ او سيمه کې هم د عامه پوهاوي د پروګرامونو د ترسره کېدو خنډونه نشته.

 ځدراڼ هغه اندېښنې رد کړې، چې ګنې د خوست په لرې پرتو سيمو کې به د ټاکنو د ښه ترسره کېدو په مخ کې امنيتي ستونزې راولاړې شي.

د خوست د ښځو چارو رييسه خاور اميري هم وايي، څنګه چې د دوى هيله وه ښځو د کارتونو په اخيستو کې هغسې دلچسپي ونه ښوده، نوموړې يې لامل د کارتونو د وېش کم مرکزونه په ګوته کړل.

 د کارتونو د وېش ګرځنده ټيمونو خپل کار پای ته رسولی، خو د ښځو چارو رييسې خاور اميري د ټاکنو له دفتره غوښتنه وکړه، چې د امکان په صورت کې د ښځو لپاره ګرځنده ټېمونه په کار وګوماري.

دا مهال د خوست په ښار کې د کارتونو د وېش يو مرکز فعال دی او د ورځې په اوږدو کې ګڼ شمېر خلک په کې نوم ليکنه کوي.

فرېبا د خوست د مرکز اوسېدونکې ده، نوموړې پژواک اژانس ته وويل، چې له بدو امنيتي شرايطو سره سره بيا هم ډېرې مېرمنې وتوانېدې چې کارتونه ترلاسه کړي.

نوموړې وايي، د مېرمنو لپاره د عامه پوهاوي پروګرامونو ته اړتيا ده تر څو به د ټاکنو په اهميت پوه شي او د خپلې خوښې نوماندان ته رايه ورکړي.

 هغې له امنيتي چارواکو غوښتنه وکړه، چې په راتلونکو ټاکنو د ګډون په موخه ښه امنيتي شرايط ورته برابر کړي.

ورته موضوع