خوست (پژواک ١٤ ليندۍ ٩٢): چارواکي په خوست ولايت کې د ډيپلوماتيکو اړيکو د پياوړتيا او د نړيوالو مرستندويه ټولنو، موسسو او سازمانونو د پام راجلبولو لپاره د بهرنيو چارو وزارت د څانګې پرانيسته مهمه بولي.
دغه څرګندونې د خوست والي عبدالجبار نعيمي نن په دغه ولايت کې د بهرنيو چارو وزارت د څانګې د پرانيستې پر مهال وکړې.
نعيمي زياته کړه: ((پر دې ټولو سربېره مهمه دا ده، چې محصلين او له بهر څخه راتلونکي زده کوونکي به په ډېرې اسانۍ سره خپل اسناد ارزيابي او تصديق کړي.))
خوست ولايت په عربي په ځانګړې توکه په خليجي هېوادونو کې شاوخوا١٠٠ زره مسافر لري، چې د والي په وينا هيله من دی، د تګ او راتګ پر مهال د دغو مسافرو ستونزو ته حل پيدا کړي.
نوموړي وويل، د عربي اماراتو له سفارت څخه يې رسمي غوښتنه کړې، چې په دغه ولايت کې خپله قونسلګري پرانيزي او د مسافرو ستونزې حل شي.
په خوست کې د بهرنيو چارو د عمومي رياست مسوول غفورشاه مياخېل د ليندۍ په ١٤مه د دفتر د پرانيستې پر مهال پژواک ته وويل، چې په اقتصادي، کولتوري او ډيپلوماتيکي لحاظ د دغه دفتر پرانيستې ته ډېره اړتيا لېدل کېده.
هغه وويل، د پاکستان، متحده عربي اماراتو، ايران او ځينو نورو هېوادونو سفارتونو ورسره ژمنه کړې، چې د دغه دفتر تر پرانيستل کېدو وروسته به دلته خپلې قونسلګرۍ پرانيزي.
هغه دغه اقدام د سوداګرو لپاره هم ډېر مهم وباله او ويې ويل، په دغه ولايت کې د يو شمېر هېوادونو د قونسلګريو تر پرانيستل کېدو به خپلې سوداګريزې اړيکې پراخې کړي.
د خوست د سوداګرو او دوکاندارانو د اتحاديې مشر کرامت خپلواک پژواک ته وويل: ((مخکې دلته د بهرنيو چارو رياست د نه شتون له امله د ننګرهار له لارې پاکستان ته تلل، چې د دوی لپاره ډېرې ستونزې وې.))
کرامت خپلواک وايي، په خوست کې د بهرنيو چارو رياست په پرانيستل کېدو سره به نه يواځې پر وخت خپلې چارې تنظيم کړي، بلکې په اقتصادي لحاظ هم د پوره ارزښت وړ دی.
د خوست د شيخ زايد پوهنتون د څلورم کال محصل يوسف منګل وايي، محصلينو د خپلو اسنادو په ارزونه کې تل ستونزې ګاللې دي او په کابل کې يې کارونه ژر نه خلاصېږي.
نوموړي وويل، له دې وروسته دوی اړ نه دي، چې د خپلو اسنادو لپاره د بهرنيو چارو وزارت ته لاړ شي، بلکې ټول کارونه به يې په خپل ولايت کې ترسره کوي.
منګل غوښتنه کوي، چې دغه رياست دې خپلې چارې ښې تنظيم کړي، داسې نه چې د ځينو نورو ادارو په شان کارونه په ځنډ سره ترسره کړي.