ژبه

خوست کې له ښځو سره د تاوتريخوالي کچه کمه شوې

خوست ښار ( پژواک ١٨ ليندۍ ٩٢ ) : سره له دې، چې د بشرحقونو دفتر په سوېل ختيځ زون کې له ښځو سره د تاوترخوالي کچه لوړه ښودلې، خو د خوست د ښځو فعالين وايي، چې د تېر کال په پرتله روان کال په دې ولايت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه کمه شوې ده.

د خوست د ښځو چارو رييسې خاور اميري د ليندۍ په ١٨مه، د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د کمښت په اړه دکمپاين يوې غونډې ته وويل، چې سږکال په دې ولايت کې له ښځو سره د تاوتريخوالي کچه زياته کمه شوې ده.

هغې زياته کړه ، چې د روان کال په تېرو نهو مياشتو کې له ښځو سره د کورني تاوتريخوالي ۳۳ پېښې لري، چې تېر کال دا شمېره زياته وه، چې يواځې نهه يې قتلونه وو.

مېرمن خاور اميري وويل،چې په ياد شوي شمېر کې درې قتلونه دي او پاتې نورې پېښې يې له کور څخه د تېښتې، وهل او ټکول او ځينې نورې دی.

نوموړې زياته کړه، چې نننۍ غونډه هم له ښځو سره د تاوتريخوالي د کمښت په برخه کې د عامه پوهاوي د کمپاين يوه بېلګه ده، چې دغه کمپاين په مرکز او ولسواليو کې روان دی.

دغې غونډې ته پر مرکز سربېره د ځينو لرې پرتو ولسواليو او سيمو ښځې هم راغلي او له دولته په ځانګړي ډول د ښځو حقونو له مدافعينو يې غوښتنه کوله، چې له ښځو سره د تاوتريخوالي د کمښت په برخه کې عامه پوهاوی زيات کړي.

مېرمن محبوبه چې په خوست کې د ښځو د چارو يوه فعاله ده پژواک خبري اژانس ته وويل، چې که څه هم عامه پوهاوی کېږي، خو بيا هم له ښځو سره تاوتريخوالی دوام لري.

نوموړې وويل، تر هغه، چې د ښځو له حقونو نارينه او په خپله ښځې پوره خبرې نشي، نو له ښځو سره د تاوتريخوالي لړۍ به همداسې دوام ولري.

محبوبې له ديني عالمانو، قومي مشرانو او د ښځو د حقونو له مدافعينو غوښتنه وکړه، چې په دې برخه کې خپل عامه پوهاوی زيات کړي او ښځې په خپلو حقونو وپوهوي.

د دې ولايت يوه بله مېرمن نسرين په دې نظر ده، لکه څنګه، چې لازمه ده، هغسې په ياده شوې برخه کې کار نه دی شوی او نه هم ښځو ته د دوی د حقونو په اړه پوره معلومات ورکړل شوي دي.

نسرين وايي، تر ټولو ښه لاره دا ده، چې ديني عالمان او د جوماتونو ملاامامان په خپلو سيمو کې خلک وپوهوي، چې ښځو ته اسلام څومره حقونه ورکړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په سوېل ختيځ زون کې د بشر حقونو د خپلواک کمېسيون د ښځو د حقونو د څانګې مشرې زرمينې شمس پژواک ته ويلي و ، چې په دغه زون کې له ښځو سره د تاوتريخوالي د پېښو ګراف ۲۵ سلنه زيات شوی دی.

هغې ويلي و ، چې په ټول زون کې ۱۲۴ پېښې لري، چې ځينې قتلونه، ځان وژنه، له کوره تېښته او يو شمېر نورې د کورني تاوتريخوالي پېښې دي.