خوست ښار (پژواک ٢٨ ليندۍ ٩٢): په خوست ولايت کې پر پنځه سوه اړو او بې ځايه شوو کورنيو د ژمي لپاره د يو شمېر خوراکي او غير خوراکي توکو د وېش لړۍ پيل شوه.
د خوست د کډوالو او راستنېدونکو چارو رييس انجنير سوات ګل د يادو توکو د وېش د پيل پر مهال پژواک اژانس ته وويل، چې دغه توکي د کډوالو د نړيوال سازمان (UNHCR) او دغه راز د خوراک د نړيوال پروګرام له خوا وېشل کېږي.
هغه زياته کړه، چې د يوې ځانګړې سروې له مخې يې پنځه سوه هغه اړمنې کورنۍ په ګوته کړې، چې يا هم په دې وروستيو کې له بهره راستنې شوې او يا په دننه هېواد کې له خپلو کورونو بې ځايه شوې دي.
سوات ګل وويل، چې هرې کورنۍ ته ۱۵۰ کيلوګرامه غنم، دوه پنځه کيلويي بوشکې غوړي، اوه کيلوګرامه دال، يو کارتن بيسکېټ، ترپال، د مايع ګازه يوه ډبه، د اغوستو جاکټونه او د ځينو نورو په ګډون پنځلس قلمه توکي ورکول کېږي.
نوموړي وويل، سره له دې چې د دغو توکو په وېش سره د ټولو اړو کورنيو ستونزې نه شي هوارېدای، خو تر يوه بريده کولای شي، ګټه ترې واخلي.
د دغه ولايت يو اوسېدونکی سپين ږيری ګلباز چې په دې وروستيو له پاکستانه راستون شوی، وايي، خوښ دی چې د مهاجرينو چارو د رياست په همکارۍ يې يوه اندازه مرسته ترلاسه کړه.
ګلباز وايي، سره له دې چې په دې سره به يې ځينې ستونزې هوارې شي، خو له دولته هم غوښتنه کوي، چې د يو شمېر نورو خوراکي او غير خوراکي توکو تر څنګ دې د سرپناه ستونزه هم هواره کړي.
نوموړی وايي، دا څو مياشتې کېږي، چې له پاکستانه له خپلې کورنۍ سره يو ځای خپل هېواد ته راستون شوی او په يوه نا مناسب کرايي کور کې ژوند کوي.
يوه سپين سرې ښځه، چې ياد خوراکي او نور توکي يې ترلاسه کړي وو، پژواک اژانس ته وويل، چې ستونزې يې بېخي زياتې دي او نه شي کولای په دې ډول لږو امکاناتو هوارې شي.
نوموړې وويل، چې که دولت رښتيا هم د دوی د ستونزو حل کول غواړي، نو لومړی دې ورته د سرپناه لپاره يو ځای ورکړي او تر څنګ دې د نورو اړينو توکو مرسته وکړي.
د خوست د کډوالو او راستنېدونکو چارو د رياست د معلوماتو له مخې، په دې تېرو څو کلونو کې له ګاونډيو هېوادونو په ځانګړي ډول له پاکستانه ۱۴زره کورنۍ دغه ولايت ته راستنې شوې دي.
ارقام ښيي، چې له ياد شمېر څخه ځينې کورنۍ د دولت او يا مرستندويه خيريه ټولنو مرستو ته اړې دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت څو ورځې مخکې اعلان وکړ، چې په هېواد کې به له ٢٨ زره کورنيو سره ژمنۍ مرستې وکړي.