کابل(پژواک ٧مرغومى ٩٢): د نوي کابل بانک د خصوصي کیدلو تخنیکي کمېټې له خوا په ارزونه کې کرو کاپیټال پارټنرز لمیټډ (KRU Capital Partners Ltd) په نوم امريکايي شرکت په داوطلبي کې مخکې دى.
د ماليي وزارت له خوا د مرغومي په ٧مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د نوي کابل بانک د خصوصي کېدو په لړ کې د داوطلبۍ د تخنیکي اسنادو د څېړنې کمېټې د هغو دوو شرکتونو تخنیکي اسناد وڅېړل او پایله یې اعلان کړه، چې د ۱۳۹۲ کال د ليندۍ په ۲۵ مه یې ددغه بانک د پلورلو په داوطلبۍ کې ګډون کړی وو.
خبرپاڼه زياتوي،په دغه تخنیکي ارزونه کې کرو کاپیټال پارټنرز لمیټډ شرکت (KRU Capital Partners Ltd) له سلو(100) نومرو څخه اتیا(80) او د محدود مسوولیت سي بي جي آی (CBGI LLC) شرکت بیا له سلو څخه (76) نومرې ترلاسه کړې دي.
سرچينه وايي، د حکومت د کابینې له خوا له تصویب شوي کاري پلان سره سم تخنیکي برخې ته اویا په سلو کې او د قېمت برخې ته دېرش په سلو کې ضرب ورکړل شوی و.
سرچينه کاږي، د افغانستان د کابینې له خوا تخنیکي وړتیا ته دغه اندازه ځکه غوره شوې، چې د نوي کابل بانک د خصوصي کېدو لپاره د بيې په پرتله د داوطلب تخنیکي وړتیا ته زیاته پاملرنه شوې ده، ترڅو خلکو ته بانکي خدمات په ښه کیفیت سره ترسره کړل شي.
د سرچينې د معلوماتو په اساس، د دواړو کانديدو شرکتونو د ارزیابۍ پایلو ته په کتو سره به غوره شوی کاندید د تصویب لپاره د وزیرانو شورا ته ور وپېژندل شي.
دغه راز، د افغانستان بانک له خوا د داوطلب د بانکي خدماتو د ښه کیفیت څخه د ډاډ ترلاسه کېدو په شرط به د کابینې له منظورۍ نه وروسته، احتمالي ګټونکي ته د نوي کابل بانک د سپارلو پروسه پیل شي.
د يادولو ده، چې کابل بانک تر بحراني کېدو وروسته يوه برخه د ماليې وزارت اړوند شوه او اوس د “نوي کابل بانک” په نوم فعاليت کوي او بله برخه يې تراوسه تر څېړنې لاندې ده.
ټاکل شوې وه ، چې نوى کابل بانک د داوطلبۍ له لارې خصوصي سکتور ته وسپارل شي.