کندهارښار(پژواک،٨ مرغومى٩٢): د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر وايي، د امنيتي ارګانونو د عملياتو په پايله کې په سوېلي حوزه کې د ټاکنو پروړاندې شته ګواښونه او خنډونه تر ډېره لرې شوي دي.
محمد يوسف نورستانى په سوېلي حوزه کې د راتلونکو ټاکنو لپاره امنيتي حالت د ډاډ وړ بولي.
نورستانى نن د کورنيو چارو وزارت له امنيتي مرستيال جنرال محمد ايوب سالنګي سره يوځاى کندهار ته راغلى وو او دلته يې د کندهار، زابل، اروزګان او دايکنډي ولايتونو له واليانو او امنيتي مسوولينو سره پر ټاکنيز بهير او تياريو خبرې وکړې.
نورستاني له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې، کندهار ته د سفر موخه د ټاکنو لپاره د سوېلي حوزې د حالاتو ارزول وبلل.
هغه زياته کړه، که څه هم د هېواد د نورو سيمو په پرتله د سوېلي سيمو په اړه ډېر اندېښمن وو، خو دلته د امنيتي ځواکونو له خبرو ډاډمن شو ، چې دلته به د ټاکنو پر وړاندې ستونزې کمې وي.
د نوموړي په وينا، د سوېلي حوزې امنيتي مسوولينو ډاډ ورکړى، چې د ټاکنو لپاره د ښې فضا د برابرولو په موخه په پرله پسې توګه عمليات کړي او د ټاکنو تر ورځې به شته ګواښونه هم له منځه يوسي.
هغه وويل:” په ټوليزه توګه په کندهار ولايت کې امنيتي وضعيت ښه شوى دی، خو په هلمند کې په امنيتي برخه کې يو څه ستونزې شته، چې زموږ د اندېښنې وړ دي، خو هلته هم امنيتي ځواکونو اطمينان راکړى، چې تر ممکنه حده به ستونزې هوارې شي.”
نورستاني وويل، تر کندهار وروسته هرات ولايت ته ځي، تر څو هلته هم د ټاکنو لپاره حالت له نږدې وارزوي.
د کورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال جنرال مجمد ايوب سالنګي وويل، چې د هېواد په کچه امنيتي ستونزې شته، خو امنيتي ارګانونه په ګډه هڅه کوي، چې له تهديداتو سره مقابله وکړي، ترڅو ټاکنې په ښه توګه تر سره شي.
هغه هم په سوېلي حوزه کې د ټاکنو لپاره حالات ښه وارزول او له امنيتي ارګانونو يې وغوښتل، چې په ټاکنو کې بې طرفه پاتې شي، ځکه هغوى يواځې د ټاکنو د بهير لپاره د امنيت ساتلو دنده لري، نه کوم کانديد او کومې ډلې ته د کمپاين کولو.
په سوېلي حوزه کې د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو قوماندان، جنرال عبدالحميد حميد هم د ټاکنو لپاره د تر سره شويو عملياتو په اړه معلومات ورکړل او و يې ويل، چې له تېرو څو مياشتو راهيسې يې په يوه وخت په کندهار، اروزګان، زابل او دايکنډي کې په پر له پسې توګه عمليات تر سره کړي دي.
هغه ددې عملياتو پايلې ښې وبللې او ويې ويل، چې په دغو عملياتو کې ټول افغان امنيتي ارګانونه ملي اردو، ملي پوليس، ملي امنيت، د عامه نظم پوليس شامل دي.
نوموړي وويل:” د قوس په لومړۍ نېټه مو د مستحکمو سرحداتو په نوم په څلورو ولايتونو کې عمليات پيل کړل، چې د دې مياشتې تر ٢٩مې پورې يې دوام وموند، په دې موده کې ٦٥ وسله وال مخالفين ،چې ډېرى يې مهم قوماندانان وو، ووژل شول، ٢٨٣ کورونه تصفيه شول او ١٠٦١ ماينونه کشف او له منځه يووړل شول .”
دده په خبره، د کويټې شورا پرېکړه دا وه ، چې سږکال په ژمى کې بايد طالبان په خپلو سيمو کې پاتې شي، ځکه هغوى فکر کاوه ، چې بهرنيان له ولسواليو وځي، نو هغوى به يې ونيسي، خو د ملي اردو د پرله پسې عملياتو په پايله کې دا پلانونه شنډ شول.
د نوموړي په وينا، له دغو عملياتو وروسته يې اوس د چمتو په نوم عمليات پيل کړي، چې لا هم روان دي او په ترڅ کې يې ګڼې لارې د خلکو پر مخ خلاصې شوې دي.
د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق وويل، چې په دغه حوزه کې يواځې ٤ ټاکنيز مرکزونه له ستونزو سره مخ دي، چې دوه يې په خاک افغان، يو په ميانشين او يو هم د ارزګان په ګيزاب ولسوالۍ کې دي.
ده ژمنه وکړه، چې د ټاکنو تر ورځې به په دغو سيمو کې شته ستونزې هوارې شي.
نوموړي ډاډ ورکړ، چې د ٢٠٠٩ کال د ټاکنو په پرتله به په سوېلي حوزه کې ښې ټاکنې تر سره شي، ځکه هغه مهال د اميني ستونزو له امله تر ٥٠ پورې ټاکنيز مرکزونه تړلي پاتې شول، خو سږ کال به يو مرکز هم تړلى نه پاتې کېږي.
امنيه قوماندان وويل، په کندهار ولات کې د رايو ورکولو لپاره ٢٤٤ مرکزونه، په دايکنډي کې ١٦٨ مرکزونه، په زابل کې ٤٤ مرکزونه او په اروزګان کې ٥٠ مرکزونه په پام کې نيول شوي دي.
خو هغه په زابل کې ولايت کې د ټاکنو مرکزونه ګم وګڼل او ويې ويل ، چې د دغه ولايت اوسېدونکي د ټاکنيزو مرکزونو د ډېرېدو غوښتنه کوي، چې دولت يې بايد په اړه اقدام وکړي