ترينکوټ (پژواک ٩ مرغومى ٩٢): د ملي اردو ځواکونو د اروزګان په مرکز ترينکوټ ښار کې تر چاودنې وروسته يو ملکي وګړى وژلى او درې نور يې نيولي دي.
دا پېښه نن (د مرغومي ٩مه) سهار شاوخوا لس بجې د ترينکوټ ښار د چيغک په سيمه کې رامنځته شوې ده.
په دغه ولايت کې د ٢٠٥ اتل قول اردو د څلورمې لوا قوماندان بريد جنرال محمدرسول کندهاري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دوى ځواکونه د ترينکوټ پر لور روان وو، چې په ياده سيمه کې پرې چاودنه وشوه، خو مرګ ژوبله يې نه لرله.
د هغه په وينا، تر چاودنې وروسته يې ځواکونو په سيمه کې يو تن وليد ، چې د کلي په لور د تېښتې په حال کې و، سرتېرو يې پرې ډزې کړي او هغه يې وژلى دى.
نوموړى وايي، چې درې نور شکمن کسان نيول شوي او پوليسو ته يې د پلټنو لپاره سپارلي دي.
خو د وژل شوي د کورنۍ غړى او د تره زوى يې وحيدالله پژواک اژانس ته وويل، چې هغه ٢٠ کاله عمر درلود او له کوره بهر پيتاوي ته ناست و.
هغه زياته کړه، چې د تره زوى يې د چاودنې له وېرې د کور پر لور منډه اخيستې وه، چې د ملي اردو ځواکونو پرې ډزې کړې او وژلى يې دى.
وحيدالله وويل، چې وژل شوى ځوان په ترينکوت ښار کې دوکانداري کوله او له وسله والو سره يې هېڅ ډول اړيکې نه درلودې.
د نوموړ ي په وينا، د دوى ټوله کورنۍ په دولت او موسسو کې دندې لري او پلار يې په ملي اردو کې دنده لري.