ژبه

د کورنيو چارو وزارت په رسمي ډول له هما سلطاني شکايت وکړ

کابل (پژواک ٩ مرغومى ٩٢): د کورنيو چارو وزارت وايي، چې له هما سلطاني څخه د شوي شکايت عريضه يې د پارلماني چارو وزارت ته لېږلې، تر څو قانوني چلند ورسره و شي.

په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو استازې هما سلطاني، په کابل کې تېره ورځ يو پوليس وهلى او ډبولى و.

د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له يادې وکيلې څخه د شکايت پاڼه يې نن د پارلماني چارو وزارت ته لېږلې، تر څو له دې لارې ولسي جرګې ته وړاندي شي.

هغه زياته کړه: ” موږ د دې وکيلې غير قانوني عمل په کلکه غندو او په دې عريضه کې مو له ولسي جرګې غوښتي، چې له دغې وکيلې سره بايد له قانون سره سم چلند وشي او د افسر د وهلو او ډبولو قضيه وڅيړل شي.”

د صديقي په وينا، په تېره کې هم د پوليسو د وهلو او ډبولو نمونې د ځينو زورواکو او وکيلانو له لوري تر سره شوې وې، چې بيا يې د کورنيو چارو وزارت له لوري څېړنه شوې او ښې پايلې يې درلودي.

هما سلطاني تر دې دمه د يادې قضيې په اړه څه نه دي ويلي.

په ورته وخت کې د وکيلانو د ساتنې، حقونو او امتيازاتو کميسيون مشر شريف الله کامه وال پژواک ته وويل، چې ولسي جرگه به دغه قضيه په جدي توګه وڅېړي.

هغه زياته کړه: ” تر دې دمه د دغې پيښې د رامنځ ته کېدو څرنګوالى نه دى معلوم، خو موږ به د قضيې ټول اړخونه وڅېړو او که چېرې يادې وکيلې له قانون څخه سرغړونه کړې وي نو د ولسي جرګې د انضباطي مقرراتو له مخې به له هغې سره قانوني چلند وشي.”

د تېر يوه کال په ترڅ کې دغه د پوليسو د وهلو او ډبولو او د هغوي د سپکاوي درييمه پېښه ده، چې د ولسي جرګې د غړو له لوري تر سره کېږي.

له دې وړاندې د ننګرهار د وکيل ظاهر قدير او د هرات د خلکو استازي احمد بهزاد کسانو، د دندو پر  مهال پوليس وهلي او ډبولي او يا يې هم ورته سپکاوى کړى دى.

 

 

 

ورته موضوع