ژبه

په ارګ کې د پنځو نويو وزيرانو د لوړې مراسم تر سره شول

کابل (پژواک ٩ مرغومى ٩٢): د ولسمشرۍ کابينې پنځه وزيرانو، چې په دې وروستيو کې يې  د ولسي جرګې له خوا د باور رايه تر لاسه کړې، نن د ولسمشر کرزي پر وړاندې د لوړې مراسم پر ځاى کړل.

د جمهوري رياست د مطبوعاتي دفتر له لوري نن (د مرغومي ٩ مه) په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دغه مراسم نن له غرمې وړاندې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې تر سره شول.

سرچينې ليکلي، چې په دغو مراسمو کې د بهرنيو چارو وزير ضرار احمد عثماني، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزير دين محمد مبارز راشدي، د اوبو او برېښنا وزير عارف نورزي، د کانونو او پټروليم وزير محمد اکبر بارکزي او د سوداګرۍ او صنايعو وزير شاکر کارګر د لوړې مراسم پر ځاى کړل.

په خبرپاڼه کې ويل شوي، يادو وزيرانو لوړه ياده کړه او ويې ويل، چې د افغانستان په کابينې کې به د وزيرانو په توګه د اسلام سپېڅلي دين په چوکاټ او د اساسي او نورو قوانينو له مخې خپلو هېوادوالو ته خدمت کوي.

دغه راز دغو وزيرانو ويلي، چې د هېواد خپلواکي، ځمکنۍ بشپړتيا او د خلکو يووالى به ساتي او په خپلو ټولو چارو کې به خداى (ج) حاضر بولي او خپلې دندې به په صداقت سره پر مخ وړي.

سرچينې زياته کړې، چې د لوړې مراسمو له پر ځاى کولو وروسته ولسمشر کرزي دغو وزيرانو ته د خپلو دندو مبارکي وويله او دوى ته يې  هېواد او افغانانو ته د خدمت کولو په برخه کې د برياليتوب غوښتنه وکړه.

د ويلو ده، چې يادو وزيرانو تېره اونۍ د ولسي جرګې باور رايه تر لاسه کړې ده.