ژبه

د افغانيو، سرو زرو او ځينو نورو توکو بيې د تېر کال په پرته لوېدلې دي

کابل (پژواک ١٠ مرغومى ٩٢): نن په کابل کې د افغانيو، سرو زرو او ځينو نورو خوراکي توکو بيې د تېر کال په پرتله لوېدلي، خو د ځينو خوراکي توکو بيا اوچتې شوې دي.

د کابل شهزاده سراى د صرافانو ټولنې مشر نجيب الله اختري پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن د يوه امريکايي ډلر د پيرلو بيه ٥٦،٣٠ افغانۍ وه او زر پاکستانۍ کلدارۍ په ٥٣٠ افغانۍ پېرل کېدې.

دا په داسې حال کې ده، چې د د تېر کال د مرغومې مياشتې په ٧ مه د يوه ډالر بيه ٥٢،١٤ افغانۍ او د زرو پاکستاني کلدارو ٥٣٤ افغانۍ وه.

. د صرافانو ټولنې مشر زياته کړه، چې له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې مرستې، له افغانستان څخه د ټولو بهرنيو ځواکونو وتل او له امريکا سره د امنيتي تړون د لاسليک ځنډ د افغانۍ د ارزښت د ښکته کېدو لاملونه دي.

هغه وويل، چې له امريکا سره د امنيتي تړون لاسليکول په حقيقت کې د اقتصادي تړون لاسليکول هم دي، ځکه چې د دې په لاسليک سره له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې مرستې دوام پيداک وي او دا پيسې د افغانۍ د ثبات سبب ګرځي.

د دغه سند له لاسليک سره به د نورو مسايلو ترڅنګ ځيني امريکايي سرتېري په ٩ هوايي اډو کې د لسو کلونو لپاره په افغانستان کې پاتې شي.

افغان او امريکايي چارواکو نږدې يو کال وړاندې د امنيتي تړون په اړه خبرې وکړې او په پايله کې د روان کال د ليندۍ مياشتې په لومړيو کې د دغه سند په اړه د بحث لپاره مشورتي لويه جرګه را وبلل شوه او له ځينو وړانديزونو سره يې دغه سند تاييد کړ.

جرګې له ولسمشر کرزي څخه وغوښتل، چې دغه سند دې د روان زېږديز کال تر پايه له امريکا متحده ايالاتو سره لاسليک کړي.

خو کرزي د جرګې په وروستۍ ورځ وويل، چې د رڼو ټاکنو ترسره کېدل او د افغانانو په کورونو د امريکايي ځواکونو بندول د دغه تړون د لاسليک لپاره د ده شرطونه دي.

د اوړو، وريجو او تورو چاى بيې هم په منځني ډول په سلو کې ١٥ لوړې شوې دي.

د کابل ښار د خوراکي توکو سوداګرو ټولنې مشر فضل الرحمن وويل، چې نن د ٥٠ کيلو پاکستاني اوړو عمده پلور بيه ١٣٤٠ افغانۍ، د ٢٤ کيلو اول سېله پاکستانۍ وريجو بيه ١٨٠٠ افغانۍ او او يو کيلو تور افريقايي چاى بيه ٢١٠ افغانۍ و.

د پژواک خبري اژانس د اونيزو اقتصادي راپورونو پر بنسټ د تېر کال مرغومي مياشتې په لومړيو کې د ٥٠ کيلو پاکستاني اوړو عمده بيه ١١٠٠ افغانۍ، د ٢٤ کيلو اول سېله پاکستانۍ وريجو بيه ١٦٠٠ افغانۍ او يو کيلو افريقايي تور چاى بيه ٢٠٠ افغانۍ وه.

حاجي فضل الرحمن وويل، چې په پاکستان کې د اړو او وريجو د حاصلاتو د کمښت او په نړۍ کې د چاى د توليد کچې ښکته کېدل په افغانستان کې د دغه درې قلمه توکو د بيه د لوړووالي لامل شوى دى.

د بورې او غوړو بيې په منځني ډول ١٤ سلنه کمې شوې.

د فضل الرحمن په خبره، نن ورځ د پنځوس کيلو پاکستانۍ پورې عمده پلور بيه ١٥٥٠ افغانۍ او د ٥ لېتره مومن غوړو بيه ٥٠٠ افغانۍ ده.

د پژواک د اونيزو اقتصادي راپورونو پر بنسټ، تېر کال همدا وخت د پنځوس کيلو پاکستانۍ بورې عمده پلور بيه ١٨٥٠ افغانۍ او د پنځه لېترو غوړيو بيه ٤٢٠ افغانۍ وه.

فضل الرحمن وويل چې ددې توکو د توليداتو او وارداتو ډېرېدل په کابل کې د بيو د کمښت سبب ګرځېدلي دي.

خو سرچينې زياته کړه، چې نن هم د يو کال وړاندې په څېر د يو کيلو شين اندونيزيايي چاى عمده پلور بيه ١٧٥ افغانۍ وه.

د سون توکو په برخه کې بيا يواځې د تېلو بيې اوچتې شوې دي.

د کابل ښار د وزير اکبرخان د تېلو ټانک مدير عبدالهادي وويل، چې نن د يوه لېټر ډېزلو بيه ٦٢ افغانۍ او د يو لېټر پترولو بيه هم ٦٢ افغانۍ وه.

دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال د مرغومي مياشتې په لومړيو کې د يوه لېتر ډېزلو بيه ٦٠ افغانۍ او د يوه لېتر پټرولو بيه ٥٥ افغانۍ وه.

د عبدالهادي په خبره، د افغانۍ د ارزښت کمېدل او په نړيوالو بازارونو کې د تېلو د بيې اوچتېدل، په کابل کې د دغو توکو د بيو د اوچتېدو لامل دي.

خو د اوبلن ګاز او لرګيو بيې د تېر کال په پرتله له کوم تغيير پرته پاتې دي.

د کابل ښار د تايمني اوم سړک يوه ګاز پلورونکي احمد جاوېد وويل، چې نن هم د تېر کال ژمي غوندې د يو کيلو ګاز بيه ٦٥ افغانۍ ده.

د يادونې ده، يو کال وړاندې د کابل ښار په ځينو سيمو کې د يو کيلو ګاز بيه تر ٧٥ افغانيو پورې رسېدلې وه.

د کابل د سرسبزۍ څلورلارې يوه لرګي پلورونکي محمد سلطان وويل، چې نن هم د يوه کال وړاندې په څېر د بې پوسته بلوط لرګيو يو خروار په ٧٥٠٠ افغانۍ او يو خروار ارچه لرګي په ٦٨٠٠ افغانۍ دي.

د سرو زرو بيې هم لوېدلې دي.

 د کابل د مريم لېسې بازار د سرو زرو يوه پلورونکي عبدالبصير وويل، چې نن د يوه ګرام عربي سرو زرو بيه ٢٠٠٠ افغانۍ او د يو ګرام ايراني سرو زرو ١٦٠٠ افغانۍ ده.

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال د مرغومې مياشتې په اومه په کابل کې د يو ګرام عربي سرو زرو بيه ٢٣٥٠ افغانۍ او ايراني يو ګرام سرو زرو بيا ١٩٥٠ افغانۍ وه.

د عبدالبصير په خبره، په کابل کې د سرو زرو بيې په نړيوال بازار کې د سروز زرو له بيو سره بدلون مومي.