ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بلخ کې د ولايتي ادارو د حساب ورکولو لړۍ پيل شوه

7 Jan 2014 - 19:10
7 Jan 2014 - 19:10

مزارشريف (پژواک ١٧ مرغومى ۹۲): د بلخ په مرکز مزارشريف کې د ولايتي شورا په نوښت د دولتي ادارو د حساب ورکولو لړۍ پيل شوه.

د حساب ورکولو دغه غونډه د مرغومي په ۱۷مه، پيل شوه، چې د بلخ ولايت د والي د دفتر رييس، د ولايت مقام د سکتوري خدمتونو رياست، امنيه قوماندانۍ او د کرنې رياست په روان کال کې د خپلو هڅو په اړه ليکلي راپورونه وړاندې کړل.

د بلخ د ولايتي شورا منشي مېرمن شکېبا شکېب پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د حساب ورکولو دغه غونډه به دوه ورځې دوام ولري او دوی هڅه کوي، د بلخ ولايت ټولې دولتي ادارې عام ولس ته د روان کال د چارو په اړه معلومات ورکړي.

نوموړي زياته کړه، له يادې غونډې څخه يې موخه د ولس او دولتي ادارو تر منځ د واټن کمېدل او د دولتي رييسانو له خوا په مستقيمه توګه ولس ته د خپلو کړو کارونو په اړه ځواب ورکول دي.

د بلخ ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر مل پاسوال عبدالرزاق قادري، د دې ارګان د روان کال د راپور د وړاندې کولو په ترڅ کې وويل، چې د روان کال په تېرو لسو مياشتو کې يې د عالي مقاماتو تر رهبرۍ لاندې د بلخ ولايت د امنيت، ساتنې او ترافيکو برخه کې د ياد وړ چارې تر سره کړې دي.

نوموړي زياته کړه، د همدې کال په اوږدو کې يې د اورلګېدنې ۹۱ پېښو ته رسېدنه کړې، چې د ۱۳ميليونو ۸۹۰ افغانيو په ارزښت د زيان اوښتو مخنيوى يې په کې کړی دی.

د هغه په وينا، د ترافيکو په برخه کې يې په روان کال کې ۳۳۷ نويو موټرو ته د ګرځېدو اسناد ورکړي او له ۴زره څخه ډېر موټر، چې د ترافيکو د قانون خلاف کړنې يې تر سره کړي، جريمه شوي دي.

ده وويل، چې په بلخ ولايت کې ۱۳۰۳ جنايي پېښې رامنځ ته شوي، چې په تور يې ۱۱۸۵ کسان نيول شوي، د همدې کال په ترڅ کې ۳۹ کيلوګرام هيرويين، ۱۰۲کيلو ترياک، ۹۲ کيلو چرس او ۶۸۴لېتره الکولي مشروبات، چې په تور ۱۲۵ کسان، درې ميله وسلې او ديارلس موټر نيول شوي دي.

ده زياته کړه، همداراز ۲۵ ميله بېلا بېلې وسلې، ۱۵ وسله وال طالبان، ۱۹ مشکوک کسان، نهه موټرسايکلونه د شويو عملياتو په ترڅ کې نيول شوي دي.

د بلخ ولايت د والي د دفتر رييس قيس مهرايين، د دولتي ادارو د حساب ورکولو روانه لرۍ، د اداري فساد د مخنيوي او د روڼتيا راوستو په برخه کې ښه ګام وباله.

نوموړي زياته کړه، له دې لارې پر دولت د عامو خلکو باور زياتېږي.

د ولايتي شورا منشي مېرمن شکېبا شکېب وويل، د دولتي ادارو وړاندې شوي راپورونه، سربېره پر دې چې په ياده غونډه کې اورېدل کېږي، ولايتي شورا يې يوه کاپي له ځانه سره ساتي او څېړنه پرې کوي.

نوموړې زياته کړه، دوی بيا هڅه کوي، د وړاندې شويو راپورونو پر وړاندې د عام ولس نظرونه هم راټول کړي او په اړه يې تصميم ونيسي.

هغه وايي: “له دې سترګې نه شو پټولی، چې د بلخ په دولتي ادارو کې به ستونزې نه وي؛ خو هڅه کوو د ورته غونډو له لارې يې د ولس په ملاتړ هوارې کړو.”

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version