ژبه

په خوست کې سلګونه بې سرپرسته کورنۍ له اقتصادي ستونزو سره مخ دي

خوست (پژواک ٢٤ مرغومى ٩٢): د خوست د ښځو چارو رياست مسوولين وايي، په دغه ولايت کې د هغو کورنيو اقتصادي وضعيت د اندېښنې وړ دی، چې سرپرستي يې د ښځو پر غاړه ده.

د خوست د ښځو چارو رييسه خاور اميري له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، په دغه ولايت کې د هغو ښځو شمېر تر ٣٠٠ اوښتی، چې د خپلو کورنيو سرپرستي ورپه غاړه ده.

هغې زياته کړه، دغه کورنۍ په ډېر کمزوري اقتصادي حالت کې ژوند کوي او ډېر وخت د لومړنيو خوراکي او غير خوراکي توکو د پيدا کولو په تمه دي.

نوموړې وويل: ((تېر کال موږ درې سوه ښځې شمېرلې وې، چې د کورنيو سرپرستي پر غاړه لري، خو سږ کال يې شمېر ډېر شوی دی.))

خاور اميري وويل، په تېرو څو کلونو کې خوست ته د ښځو لپاره د حرفوي زده کړو او د هغو د ژوند ښه کولو لپاره پروژې راغلې وې، خو دغه پروژې ډېرې لنډمهالې وې او ښه پايله يې نه لرله.

نوموړې له مرستندويه ټولنو غوښتنه وکړه، چې پلې کېدونکې پروژې د اوږدمهال لپاره ترسره کړي، چې ښځې وکولای شي ترې په ښه توګه ګټه واخلي.

د خوست د ښځو چارو رييسه خاور اميري وايي، په ځلونو يې له مرستندويه ټولنو او ادارو د بې وزلو ښځو لپاره د مرستو غوښتنې کړې، خو منل شوې نه دي.

سپين سرې سلطان زري د خوست د هغو مېرمنو په ډله کې حسابېږي چې د خپلې کورنۍ سرپرستي ور له غاړې ده. هغه په کور کې لس تنه دي چې دېر ماشومان دي.

سلطان زري وايي، خياطي کوي او يا د نورو خلکو په کورونو کې کار کوي او له دې لارې د خپلو ماشومانو لپاره نفقه برابروي.

هغه زياتوي، په ډېر کمزوري اقتصادي وضعيت کې ژوند کوي.

 

نوموړې زياته کړه: ((اوس خو له اوبو نيولې هر شی په پيسو دي، چې پيسې نه وي وظيفه نه وي او کار نه وي، نو بيا ډېره مشکله ده بچيانو مې واړه دي، مکتب ته ځي، بس وخت دی تېرېږي.))

سلطان زري وايي، زياتره وخت د دوی په کور کې د خوراک لپاره څه شی نه پخېږي.

د دې په وينا، دومره پيسې نه لري چې يو شی راونيسي، پاخه يې کړي او ماشومانو ته يې ورکړي.

 هغې زياته کړه: ((داسې وخت هم راغلی دی، چې په کور کې هېڅ شی نه وي يا له ګاونډيانو شړومبې راوړو او يا شين چای ورته وکړم، په هغه پسې ډوډۍ خوروو. کله کله څوک د غنمو زکات راکوي، نو دومره ډوډۍ پيدا شي او ويې خورو.))

د سپين سرې سلطان زري کورنۍ اوسمهال ښار ته نږدې په يوه کوچني او خټين کور کې له دې امله ژوند کوي، چې د يوه ښه کور د کرايې د ورکولو وس نه لري.

هغې له دولته او په ځانګړې توګه د ښځو چارو له رياسته غوښتنه وکړه، چې د دوی د ژوند د ښه کولو لپاره له شته امکاناتو کار واخلي.

خو پوښتنه دا ده، چې د دغو ښځو اقتصادي وضعيت څنګه ښه کېدای شي د مدني ټولنې غړي فاروق جان منګل وايي، دولت دې د دوی لپاره د حرفوي زده کړو پروګرامونه جوړ کړي او د زراعت په برخه کې دې د چرګانو او مچيو روزنه ور زده کړي.

هغه وويل، دولت دې کوچني پورونه ورکړي، تر څو خپل کاروبار پرې پيل کړي او په راتلونکي کې بل چا ته له لاس غځولو خلاص شي .

په تېرو څو کلونو کې د بېوزله مېرمنو لپاره د حرفوي زده کړو پروګرامونه جوړ شوي، خو د يو شمېر مېرمنو په وينا ځکه يې نتيجه نه ده ورکړې، چې مستحقو ښځو ته په کې برخه نه ده ورکړل شوې .

ورته موضوع