Language

ډيلى د افغانستان په اړه د دوو کنفرانسونو کوربه دى

کابل (پژواک ٢٥ مرغومى ٩٢): هندوستان به په روانه اونۍ کې د افغانستان په اړه د دوو نړيوالو کنفرانسونو کوربه وي.

دغه نړيوال کنفرانسونه د روان کال د مرغومي په ٢٦مه او ٢٧مه د پنجشنبې او جمعې په ورځو د هندوستان په پلازمېنه نوي ډيلي کې جوړېږي.

لومړى کنفرانس د افغانستان او پاکستان په اړه د نړيوال تماس ګروپ او دويم هغه يې د استانبول د پروسې د لوړ پوړو چارواکو دى.

دا په ٢٠١٤ کال کې د افغانستان او سيمې په اړه په داسې حال کې لومړي نړيوال کانفرانسونه دي، چې ټاکل شوې د دغه کال په پاى کې ټول نړيوال ځواکونه له افغانستان څخه ووځي.

په دغه کال کې به په افغانستان کې د سياسي او امنيتي لېږد پروسه هم ترسره شي.

د افغانستان او پاکستان په اړه د نړيوال تماس ګروپ په ٢٠٠٩ کال کې جوړ شوى او ٥٣ هېوادونه يې غړيتوب لري.

د هندوستان د بهرنيو چارو وزارت وياند سيداکبر الدين ويلي ، چې په دې غونډه کې به لومړى وزير منموهن سنګ او د افغانستان لپاره د هند ځانګړى استازى اېس کي لامبا ګډون وکړي.

دغه راز په دې غونډه کې به د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا د ځانګړي استازي مرستيال لورل مرل هم ګډون ولري.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسي زي د تېرې يکشنبې په ورځ په يوه خبري غونډه کې وويل، چې په هندوستان کې د ترسره کېدونکو نړيوالو کنفرانسونو په اړه چمتووالى نيول شوى دى.

هغه زياته کړه، چې په دې اړه څو ورځې مخکې د بهرنيو چارو وزارت په وزارت کې يوه غونډه جوړه شوې وه، چې د استانبول په پروسه کې شامل د اسيا زړه هېوادونو سفيرانو ګډون درلود.

هغه زياته کړه، چې د ډيلي په کنفرانس کې به د افغانستان او سيمې د امنيت او سولې په اړه خبرې کېږي ځکه چې دغه دوه شيان د دې سيمې د خلکو اړتيا ده.

د نوموړي په وينا، کله چې په دې سيمه کې سوله او امنيت ټينګ شي، نو اقتصادي پرمختګ په خپله رامنځته کېږي.

دغه راز جانان موسى زي وويل، چې د دغو کنفرانسونو بله مهمه موضوع د انرژۍ ده، چې له مرکزي اسيا هېوادونو سوېلي اسيا هېوادونو ته ورکول کېږي.