ژبه

ښځه ځانمرګې موخې ته له رسېدو مخکې ووژل شوه

خوست ښار (پژواک ٢٤ سلواغه ٩٢): د کورنيو چارو وزارت وايي، چې پوليسو يو ځانمرګى موخې ته له رسېدو مخکې وژلى دى.

د ياد وزارت له خوا د سلواغې په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا پېښه پرون مازديګر په خوست ولايت کې رامنځته شوې ده.

د خوست د امنيه قوماندانۍ وياند حبيب الله پژواک اژانس ته وويل، چې دا پېښه پرون مازديګر ناوخته په موسى خېلو ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې ځانمرګى بريدګر پلى و او موخې ته تر رسېدو مخکې د پوليسو له خوا تر پېژندل کېدو وروسته ويشتل شوى او وژل شوى دى.

دى وايي، کله چې پوليسو پرې ډزې کړي، نو د ده په ځان کې واسکټ هم چاودېدلى، خو بل چا ته زيان نه دى اوښتى.

د موسى خېلو ولسوالۍ ولسوال ميرويس وايي، چې دا پېښه پرون نه، بلکې نن سهار لس بجې رامنځته شوې ده.

هغه پژواک ته وويل، چې يوې ښځې ځانمرګې غوښتل، چې په سيمه کې د امنيتي ځواکونو کمپ ته ځان ورسوي، هغوى پېژندلې او ډزې يې پرې کړې دي. 

د ولسوال په وينا، له ډزو سره سم دغې ښځې خپلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې، خو بل چا ته زيان نه دى اوښتى.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته موضوع