ژبه

خوست کې يو څارنوال ووژل شو

خوست (پژواک،د کب لومړۍ نېټه ٩٢): په خوست کې د دارالتاديب يا د ماشومانو د اصلاح مرکز يو څارنوال د ناپېژانده وسله والو له خوا پر ډزو ووژل شو.

د خوست د امنيت امر سمونوال محمديعقوب د کب په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پر څارنوال وحيدالله نن سهار نهه بجې د خوست ولايت د مرکز ختيځ ته د کونډيو په سيمه کې وسله وال بريد شوی دی.

هغه وويل، چې په دغه بريد کې څارنوال وحيدالله وژل شوی او له هغه سره په موټر کې ناست يو بل تن سخت ټپي دی، چې دا مهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

نوموړي وويل، چې بريد کوونکي په تېښته بريالي شوي او د پېښې د رامنځته کېدو اصلي انګېزه نه ده معلومه شوې، خو پوليس يې په تړاو پلټنې کوي.

څارنوال وحيدالله د خوست د اسماعيل خېلو او مندوزيو ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی و او له تېرو څو کلونو راهيسې يې د خوست په دارالتاديب يا د جرمونو په تور د نيولو شوو ماشومانو د اصلاح په مرکز کې دنده ترسره کوله.

د هغه يوه خپلوان جاوېد پژواک اژانس ته وويل، چې څارنوال تېره شپه د کونډيو په سيمه کې د خپلوانو کره مېلمه و او سهار چې دندې ته روان و، پر موټر يې ناپېژانده وسله والو بريد وکړ.

نوموړي وويل، چې څارنوال وحيدالله له چا سره شخصي دښمني نه لرله.

تر اوسه د دغه وسله وال بريد مسووليت چا پر غاړه نه دی اخيستی او نه هم وسله والو طالبانو په دې اړه څه ويلي دي.

ورته موضوع