ژبه

پر یوه جومات برید پنځو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

خوست ښار ( پژواک ۲ کب ۹۲ ) : د خوست په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې پر یوه جومات د لاسي بم برید کې یو تن وژل شوی او څلور  ژوبل شوي دي.

د خوست د والي ویاند مباز ځدراڼ د کب په ۲مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا پيښه نن غرمه د جمعې د لمانځه پر مهال رامنځته شوې ده

هغه زیاته کړه چې نامعلومو کسانو پر یوه جومات لاسي بمونه غورځولي چې له امله یې یو تن وژل شوی او څلور نور ژوبل شوي دي.

د غفران په نامه د سیمې یوه اوسیدونکي پژواک ته وویل ، درې کسان چې پر موټرسایکلونو سپاره وو، پر جومات دلاسي بمونو غورځولو وروسته په تیښته بریالي شول.

د خوست دملکي روغتون سرچینې وایي چې دوی ته یو جسد او څلور ټپیان راوړل شوي، سرچینې د ټپیانو روغتیایي حالت د ډاډ وړ وباله.

خو د کورنیو چارو وزارت مرستیال ایوب سالنګي په ټولنیزې شبکې ټویټر کې لیکلي چې په دې پيښه کې یو تن وژل شوی او ۷ نور ژوبل دی.

هغه ویلي چې دغه کار وسلوالو طالبانو کړي، خو وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.