ژبه

“د خوست – غلام خان بندر د ټرانزيټ کېدو کارونه دې پيل شي”

خوست ښار (پژواک، ٣ کب ٩٢): د خوست يو شمېر سوداګرو او د مدني ټولنې غړو يو ځل بيا د ماليې پر وزارت غږ وکړ، چې خپلې کړې ژمنې پوره کړي او ژر تر ژره د غلام خان بندر د ټرانزيټ کېدو کارونه خلاص کړي.

ياد کسان چې د کب په درېيمه د يوې خبري ناستې پرمهال يې خبرې کولې، وويل، سره له دې چې د دغه وزارت چارواکي ژمنې کوي، خو پوره کړې يې نه دي او اوس د دوی غوښتنه دا ده، چې د غلام خان بندر د ترانزيټ مسئله تر وروستي بريده ورسوي.

د خوست د مدني ټولنې فعال او ژورنالست فيض الله غمخور وويل، د دې ولايت سوداګر له دې امله ډېر په ستونزو کې دي، چې ورته د ترانزيټ کارونه نه خلاصېږي.

ده د ماليې وزارت پر چارواکو غږ وکړ، ترڅو د پاکستان له ماليي وزير سره چې سبا کابل ته راځي، دغه موضوع په جدي ډول مطرح کړي.

د خوست د سوداګرو او دوکاندارانو د صنفي اتحاديې مشر کرامت خان خپلواک خبريالانو ته وويل، چې دغه لار د هېواد د نورو بندرونو په پرتله څو برابره ګټوره او اقتصادي ده.

ده زياته کړه، دغه لار د نورو لارو په پرتله د پاکستان سوداګريز مرکز کراچۍ ته شاوخوا درې سوه کيلومتره نږدې او پر وړاندې يې هغه ډول ستونزې هم نشته، کومې چې ښودل کېږي.

هغه د پاکستان د ماليې له وزير هم غوښتنه وکړه، چې افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د غلام خان د ترانزيټ مسئله جدي ونيسي او د حل لپاره يې کوټلي ګامونه واخلي.

د مدني ټولنې غړي مالي خان يعقوبي هغه ټولې ادعاوې بې بنسټه وبللې، چې د دې لارې د ناامنۍ په اړه کېږي.

دوى وايي، اوس د خوست غلام خان لاره امنيتي ستونزې نه لري او د سوداګريزو مالونو په لېږد کې هېڅ ډول ننګونې په مخ کې نه ويني.

د يادې شوې خبري ناستې ګډونوالو ګواښ وکړ، که دا ځل يې غوښتنې ونه منل شي، نو خپل جدي اعتراضونه به پيل کړي.

د خوست اوسېدونکي، سوداګر او مدني فعالان په داسې حال کې دغه خبري کنفرانس ورکوي، چې له دې وړاندې هم په ځلونو يادې غوښتنې شوې دي.

د خوست د والي وياند مبارز محمد ځدراڼ وايي، په تېرو څو کلونو کې يې د غلام خان د عملي ترانزيټ لپاره د سوداګرۍ او ماليې له وزارتونو سره پرله پسې ناستې او خبرې کړې دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، څه موده وړاندې په کابل کې د کريم خليلي په مشرۍ په اقتصادي غونډه کې هم د خوست والي د يو شمېر نورو غوښتنو تر څنګ غوښتي وو، چې د غلام خان لاره په عملي بڼه ترانزيټ کړي.

نوموړي وويل، چې اوس د سوداګرۍ وزارت ورته ډاډ ورکړی، چې د غلام خان د عملي ترانزيټ ټول پړاوونه سرته رسېدلي او يواځې د دې انتظار کوي، چې د افغانستان او پاکستان د بهرنيو چارو وزيران د د دغې لارې پرانسته وکړي.

هغه هم له مرکزي دولت څخه غوښتنه وکړه، چې دغه مسئله يو طرفه کړي او کارونه يې مخ ته يوسي.

د يادونې وړ ده، چې د يادې لارې د عملي ترانزيټ لپاره د غلام په بندر کې د ۲۵۰ ميليونو افغانيو په لګښت د کميسارۍ او بندري چارو لپاره د ودانيو پر جوړولو کار هم روان دی.

همدارنګه شاوخوا درې مياشتې مخکې د خوست- غلام د سړک، چې ۲۵ کيلومتره اوږدوالی لري، د ۵۴۵ ميليونو افغانيو په لګښت سره يې د جوړېدو چارې پيل شوې.