اسلام اباد (پژواک ١٠ کب ٩٢): په قبايلي سيمې خيبر ايجنسۍ کې د پوليو واکسين د رضاکارانو پر ساتونکو چاودنو ١٢ تنه وژلي دي.
د خيبر ايجنسۍ يوه دولتي چارواکي (اسسټېنټ پولټيکل اجنټ) جهانګير وزير د کب په ١٠مه خبريالانو ته وويل، چې دا پېښه د ايجنسۍ د جمرود تحصيل په لاشوړه سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې په ياده سيمه کې د پوليو د رضاکارانو پر ساتونکو د سړک دغاړې دوه د ماين چاودنې شوې دي.
جهانګير وايي، چې په دې چاودنه کې ١٢ ملېشه سرتېري وژل شوي او درى نور ژوبل دي.
د نوموړي په وينا، ټپيان روغتون ته لېږدول شوي چې د يوه روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى دى.
دى وايي، چې په خپله د پوليو رضاکاران له دې چاودنو روغ وتلي دي.
د يادونې ده، تر دې مخکې هم په دې سيمه کې د پوليو پر کار کوونکو بريدونه شوي او مرګ ژوبله يې ورته اړولې ده.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن