خوست (پژواک ١٩ کب ٩٢): د خوست يو شمېر ديني عالمانو له افغان حکومت او نړيوالې ټولنې غوښتنه وکړه، چې له وسله والو سره د روغې جوړې په برخه کې عملي اقدام وکړي.
دغه غوښتنه په خوست کې د مجاهدينو د ملي يووالي اسلامي شورا، چې مشري يې د حقاني شبکې يو پخوانی قوماندان کوي، په جوړه شوې غونډه کې وشوه.
د دې شورا مشر مولوي سردارمحمد ځدراڼ په دې غونډه کې له وسله والو مخالفينو سره د سولې د خبرو په اړه پر افغان دولت او نړيوالې ټولنې نيوکه وکړه.
نوموړي وويل، چې له افغاني طالبانو سره د روغې جوړې د خبرو او په افغانستان کې د سولې د راتګ لپاره هغسې هلې ځلې نه دې شوې، چې ورته اړتيا ليدل کېږي.
نوموړي زياته کړه، چې که افغان دولت په رښتينې توګه د مذاکراتو له لارې د سولې د راتګ هيله لري، نو د ديني عالمانو په منځګړيتوب دې له وسله والو طالبانو سره خبرې وکړي.
نوموړي دغه راز وويل، لازمه ده چې د واقعي سولې لپاره بايد افغان حکومت له وسله والو طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي او د امکان په صورت کې د هغوی غوښتنې ومني.
مولوي سردارمحمد ځدراڼ د حقاني شبکې يو فعال او پياوړی قوماندان و او دغه راز د شوروي اتحاد پر ضد په افغانستان کې له جهادي شخصيتونو ګڼل کېږي.
نوموړی څو کاله وړاندې د ملي پخلاينې له لارې له افغان دولت سره يو ځای شو او اوس مهال په خوست کې د مجاهدينو د ملي يووالي اسلامي شورا په نوم د يوې ډلې، چې پخواني جهادي کسان په کې راټول شوي، مشري پر غاړه لري.
مولوي سردار ځدراڼ پژواک ته وويل، چې په دې وروستيو کې د ده په مشرۍ يو شمېر نورو جهادي کسانو په قطر کې د وسله والو طالبانو له ځينو مشرانو سره د سولې په اړه خبرې اترې کړې دي.
نوموړي د وسله والو طالبانو د دريځ په اړه وويل، هغوی تيار دي چې له افغان دولت سره مذاکرات وکړي او له مقاومت څخه لاس واخلي، خو طالبان وايي، دا په هغه صورت کې امکان لري، چې افغان دولت يې ځيني شرطونه ومني.
نوموړي د طالبانو د شرطونو په اړه څه ونه ويل او هم يې نه غوښتل، چې له طالبانو سره په ياده ناسته کې د ګډونوالو نومونه افشا کړي.
داسې ګومان هم کېږي، چې د خوست د ديني عالمانو نننۍ غونډه هم د وسله والو طالبانو په غوښتنه جوړه شوې وه، خو په خپله مولوي سردارمحمد ځدارڼ په دې اړه څه ونه ويل.
بلخوا په خوست کې د سولې شورا مشر مولوي حنيف شاه هم د ديني عالمانو يادې غونډې ته په خبرو کې د سولې د رامنځته کولو پر اوسنۍ تګلارې نيوکه وکړه.
نوموړي وويل، چې د سولې لپاره بايد د سولې عالي شورا او افغان دولت کوټلي ګامونه واخلي او په دې برخه کې د يوه ځانګړي ميکانيزم په رامځته کولو غور وکړي.
هغه په ياده برخه کې د ديني عالمانو پر رول هم ټينګار وکړ او ويې ويل، چې دولت دې د ديني عالمانو په منځګړيتوب له وسله والو مخالفينو سره خبرې وکړي.
ځينو نورو ديني عالمانو هم پر دولت او نړيوالې ټولنې غږ وکړ، چې په هېواد کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره کوټلي ګامونه واخلي او افغانانو ته د سوله ييز ژوند زمينه برابره کړي.