ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوړپوړي امنيتي مسوولين: ټاکنې به د امن په فضا کې ترسره شي

3 Apr 2014 - 19:20
3 Apr 2014 - 19:20

کابل (پژواک ١٤ ورى ٩٣): لوړپوړي امنيتي مسوولين وايي، چې د ٤٥٠زرو امنيتي ځواکونو له لارې به ټاکنې د امن په فضا کې ترسره او د درغليو د مخنيوي هڅې به وکړي.

يادې څرګندونې د کورنيو چارو وزير محمد عمر داوودزي او د ملي امنيت سرپرست رييس رحمت الله نبيل، په يوه ګډ خبري کنفرانس کې وکړې.

داوودزي وويل، په ټول هېواد کې به څه دپاسه څلورنيم سوه زره ملي او سيمه ييز پوليس، ملي اردو او امنيتي کارکوونکي د ټاکنو د امنيت په ټينګښت بوخت وي او په دې اړه يې ټينګ امنيتي تدابير نيولي دي.

ده زياته کړه، د ټاکنو د امنيت ټينګښت په بشپړه توګه افغاني دى، خو د اړتيا پرمهال به له بهرنيو ځواکونو څخه مرسته وغوښتل شي.

د هغه په وينا، دا چې د قانون پلي کول او د بې قانونيو مخه نيول د پوليسو دنده ده، نو په ټاکنو کې د درغليو مخه نيول هم د پوليسو يو مسووليت بلل کېږي.

د کورنيو چارو وزير وايي، په ټاکنو کې به امنيتي ځواکونه په بشپړه توګه بې پلوه وي او له درغليو څخه به مخنيوى کوي او که په دې مخنيوي کې پاتې راتلل، نو د شکاياتو د اورېدو کمېسيون او يا دې د “سوق ادارې” ته خبر ورکړي او خپل غږ دې له دې لارې پورته کړي.

دى وايي: “د خلکو په همکارۍ، د امنيتي ارګانونو په ارادې او د اړوندو کمېسيونونو په اجرااتو سره به راروانې ټاکنې له درغليو څخه خالي وي.”

نوموړي له خلکو هم وغوښتل، چې د رايو ورکولو صندوقونو ته په تګ سره د هېواد دښمنانو ته په ډاګه کړي، چې دوى جنګ نه، سوله غواړي او د مخالفينو تاوتريخوالي ته د رايې په کارولو ځواب ورکړي.

ده دغه راز وويل: “په دې ټاکنو سره بايد نړيوالو ته ثابته کړو، چې موږ يوه متمدنه ټولنه يو او د نړيوالې ټولنې د ١٣ کلونو پانګونې بې ځايه نه دي تللي، ځکه دلته هم ظرفيت رامنځ ته شو  او هم زموږ ټولنې سياسي وده کړې ده.”

د ده په خبره، افغانستان په يوه جنګي حالت کې قرار لري، دښمن نه غواړي چې خلک خپل مشر د ټاکنو له لارې وټاکي، له همدې امله هغوى خپلو بريدونو ته دوام ورکړى دى.

د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې وسله والو مخالفينو په مرکز او ولايتونو کې خپلو بريدونو ته زور ورکړى دى.

خو د کورنيو چارو وزير د ټاکنو په بهير کې امنيتي پېښو ته په اشارې وويل، په پاکستان کې هم په تېرو ټاکنو کې ددې هېواد په دوو ايالتونو (پښتونخوا او بلوچستان) کې ان ټاکنيز کمپاينونه ونه شول، خو  افغانستان بې له کومې امنيتي پېښې ٣٧٢ سترې کمپاينيزې غونډې لرلې.

هغه وويل، په ټول هېواد کې به يواځې ٧٤٨ مرکزونه د امنيتي او نورو ستونزو له امله تړلي پاتې وي، چې دا د ټولو مرکزونو لس سلنه جوړوي، چې د تېرو ټاکنو (١٣٨٨) په پرتله ډېر کم دي.

د کورنيو چارو وزير د ټاکنو د بهير د ملي او نړيوالو څارونکو د امنيت ډاډ هم ورکړ او د هغوى د امنيت ساتل يې  د پوليسو مسووليت وباله.

په دې کنفرانس کې د ملي امنيت سرپرست رييس هم په ټاکنو کې د امنيتي ځواکونو ترڅنګ د خلکو همکاري اړينه وبلله او ويې ويل، خلک دې دغه همکاري د خپلو رايو په ورکولو سره ثابته کړي.

ده زياته کړه، د هېواد دښمنان هڅه کوي، چې د ټاکنو په اړه خلکو ته اندېښنې پيدا کړي، خو په تېرو دوو مياشتنيو ټاکنيزو کمپاينونو کې د امنيتي ځواکونو بشپړې همکارۍ او همغږۍ وښودله، چې ټاکنې به هم په برياليتوب او د امن په فضا کې ترسره کړي.

نوموړي د ملي امنيت له ټولو کارکوونکو وغوښتل، چې په ټاکنو کې په بشپړه توګه بې پرې او بې پلوه پاتې شي.

ده زياته کړه، د ملي امنيت هېڅ کارکوونکى د دې حق نه لري، چې د يوه کانديد په ګټه يا زيان کار وکړي.

هغه له ټولو کانديدانو، د هغوى له استازو او څارونکو وغوښتل، که د ملي امنيت کوم کارکوونکى په ټاکنو کې لاسوهنه کوي، نو د کره اسنادو له مخې دې د ټېلېفون او فېسبوک له لارې خپل شکايت د ملي امنيت په رياست کې په رامنځ ته شوې هسته کې ثبت کړي.

ټاکل شوې، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د وري په ١٦مه ترسره شي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version