ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولسمشرۍ ټاکنو د امنیت ټینګښت لپاره طرحه چمتو شوه

د ولسمشرۍ ټاکنو د امنیت ټینګښت لپاره طرحه چمتو شوه

author avatar
24 Jul 2019 - 18:55
د ولسمشرۍ ټاکنو د امنیت ټینګښت لپاره طرحه چمتو شوه
author avatar
24 Jul 2019 - 18:55

کابل (پژواک، ۲ زمرى ۹۸): درې ګونو امنیتي ارګانونو او د ناټو پرېکنده ملاتړ ماموریت له ټاکنیزو کمېسیونونو سره په همغږۍ د ټاکنو د امنیت ټینګښت لپاره خپله طرحه چمتو کړې ده.

د ټاکنو لپاره یاده امنیتي طرح په داسې حال کې جوړېږي چې ټاکنیز کمېسیونونه د روان کال د تلې په میاشت کې د ټاکنو ترسره کولو لپاره د هر اړخیز تیاري خبر ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې څلور نورې ورځې د ولسمشرۍ ټاکنو کمپاین ته پاتې دي.

ټاکل شوې ده چې ولسمشرۍ ټاکنې به د روان کال د تلې میاشتې په ۶مه نېټه ترسره شي.

یوې امنیتي سرچینې نن د چنګاښ دویمه پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا طرحه نن په د ملي دفاع وزارت کې د یاد وزارت سرپرست وزیر اسدالله خالد، د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود انداربي، د ملي امنیت مرستیال، په کابل کې د امریکا سفیر، د ټاکنیزو کمېسیونونو ريیسانو او د ځینو نړیوالو سازمانونو د پلاوو په ګډون په یوه ناسته کې اعلان شوه.

سرچينې زیاته کړه چې دا طرحه په درېیو پړاوونو کې مخکې له ټاکنو، د ټاکنو پر مهال او وروسته له ټاکنو پلې کېږي.

امنیتي سرچینې وویل چې په دې طرحه کې د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندانو د امنیت خوندیتوب څرنګوالی هم ځای شوی دی.

په دې ناسته کې امنیتي مسوولینو وویل چې د تېرو ټاکنو تجربو ته په کتو، کومو ستونزو چې په تېرو ټاکنو کې شتون درلود، په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې به هوارې شي.

سرچینې زیاته کړې چې د ټاکنو دویم پړاو ته د تلو په صورت کې هم دا طرحه د پلې کېدو وړ ده، امنیتي ارګانونه د دې طرحې له مخې کوښښ کوي چې راتلونکې ټاکنې د امن په فضا کې ترسره شي.

پژواک خبري اژانس په دې اړه ونه توانېد چې د ملي دفاع وزارت او ټاکنیزو خپلواکو کمېسیونونو نظرونه له ځان سره ولري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.