ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

​د ټاکنو کمېسیون: د راتلونکو ټاکنو ترسره کولو لپاره ۱۹۲ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده

​د ټاکنو کمېسیون: د راتلونکو ټاکنو ترسره کولو لپاره ۱۹۲ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده

author avatar
28 Mar 2019 - 18:14
​د ټاکنو کمېسیون: د راتلونکو ټاکنو ترسره کولو لپاره ۱۹۲ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده
author avatar
28 Mar 2019 - 18:14

کابل (پژواک، ۸ وری ۹۸): ټاکنیزو کمېسیونونو، د ټاکنو د لاښه امنیت ټینګښت، د ټاکنو ترسره کولو لپاره د لګښتونو برابرولو او د دې بهیر په اړه پوهاوي لپاره، له اړوندو بنسټونو سره د ګډې همکارۍ تړون لاسلیک کړ.

ټاکل شوې د ټاکنیزو کمېسیونونو د وروستۍ پرېکړې له مخې، د ولسمشرۍ،په غزني کې د ولسي جرګې، د ولايتي او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د ۱۳۹۸ کال تلې په ۶مه ترسره شي.

ټاکنیزو کمېسیونونو، نن د امنیتي ننګونو، د ټاکنو لپاره د لګښتونو تدارک او په دې برخه کې د عامه پوهاوي په اړه له بحث وروسته، له امنیتي، مالیې، پوهنې او ښځوو چارو له سکتورونو سره څو اړخیزه هوکړه لیک لاسلیک کړ.

په ورته مهال، د ټاکنو خپلواک کمېسیون په نننۍ غونډه کې اعلان وکړ چې په یو وخت د څلورو ټاکنو ترسره کول، ۱۹۲ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري او که برابر نه شي، دغه بهیر به له ستونزو سره مخ شي.

یاد کمېسیون له مالیې وزارت او نړیوالو ادارو غوښتنه کړې چې د یادو پيسو د چمتو کولو په برخه کې دې له ټاکنیزو کمېسیونونو سره مرسته وکړي.

خو د حکومت یوې باورې سرچینې، پژواک خبري اژانس ته وویل چې حکومت په ټاکلې نېټه د ټاکنو ترسره کولو ته کلک هوډ لري او که نړېواله ټولنه د ټاکنو لګښتونو د یوې برخې په چمتوکولو کې مرسته و نه کړي، افغان حکومت به یې له خپلې بودیجې تمویل کړي.

په ورته مهال د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړي مولانا محمد عبدالله د دې غونډې په څنډه کې رسنیو ته وویل چې امنیتي ننګونې، ټاکنیز لګښتونه او د تلې په شپږمه د ټاکنو ترسره کولو څرنګوالي په اړه د خلکو نه پوهاوی د دې بهیر پر وړاندې تر ټولو سترې ننګونې دي چې پرې بحث وشو.

نوموړي زیاته کړه چې په دې موخه، ټاکنیزو کمېسیونونو له دولتي اړوندو بنسټونو سره هوکړه لیک لاسلیک کړ؛ چې پر بنسټ به یې ټاکنیز پړاونه له خنډ او ځنډ پرته پر مخ ولاړ شي.

هغه په ټینګارسره وویل چې د رڼو، ټول شموله او له درغلیو پاکو ټاکنو ترسره کولو په برخه کې د سکتوري بنسټونو نږدې همکارۍ ته اړتیا ده.

نوموړي یادونه وکړه دا چې د ولسمشرۍ، غزني کې د ولسي جرګې، د ولایتي او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې په ورته مهال ترسره کېږي، ۱۹۲ میلیونه ډالره لګښت ورته اټکل شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي چې په دې غونډه کې یې د نورو امنیتي ادارو په استازیتوب خبري کولې وویل چې په ګډه له ټاکنیزو کمېسیونونو سره هر راز همکارۍ ته چمتو دي.

نوموړي ټینګار وکړ چې امنیتي ځواکونه به په ټول ځواک سره د رایه ورکونکو د نوم لیکنې، رایې ورکولو ټولو پړاونو او اساس توکو د لیږد ټینګ امنیت وساتي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.