ميدانښار ( پژواک، ۳۰ ورى ۹۳) : په ميدان وردګو کې يوه ۳۸ کلنه مېرمن د پوليسو له خوا پر ډزو سره وژل شوې ده.
ددې ولايت د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د وري په ٣٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه په جلريز ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه ، چې تېره شپه دوولس بجې ياده مېرمن د امنيتي ځواکونو له لوري وروسته له هغه پر ډزو سره وژل شوې،کله چې د امنيتي ځواکونو له لوري پرې د درېدو غږ شوى و، خو دا نه وه درېدلې.
نوموړی وايي ، کله چې امنيتي ځواکونو ډزې کړې وې،وروسته پوه شوي وو،چې جسد د يوې مېرمنې دی .
خوږياڼى وايي،اوس يې داسې معلومات ترلاسه کړي،چې وژل شوې اته دېرش کلنې مېرمنې عصبي ناروغي درلوده او غوږونه يې کاڼه وو.
د يو بل خبر له مخې، په ميدان وردګو ولايت کې دوه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د دغه ولايت له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک ته په ورکړل شويو معلوماتو کې ويل شوي، چې ياد وسله وال طالبان د سيداباد ولسوالۍ په شش قلعه سيمه کې د امنيتي ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن