ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د روغتيا نړيوال سازمان: افغانستان کې به د ملاريا کچه صفر ته راټيټه کړو

د روغتيا نړيوال سازمان: افغانستان کې به د ملاريا کچه صفر ته راټيټه کړو

author avatar
27 Apr 2014 - 19:17
د روغتيا نړيوال سازمان: افغانستان کې به د ملاريا کچه صفر ته راټيټه کړو
author avatar
27 Apr 2014 - 19:17

کابل (پژواک ٧ غويى  ٩٣): د عامې روغتيا وزارت په داسې حال کې په تېر کال کې د ملاريا ناروغۍ د ٣١٩ زره پېښو له ثبت خبر ورکړى، چې د روغتيا نړيوال سازمان په هېواد کې د دې ناروغۍ په له منځه وړو ټينګار کړى دى.

د عامې روغتيا وزارت مسلکي مرستيال ډاکټر احمدجان نعيم    “د ملاريا پر وړاندې مبارزه، د راتلونکي پانګونه” تر شعار لاندې، د ملاريا پر وړاندې د مبارزې نړيوالې ورځې د نمانځلو په مراسمو کې  وويل، چې د ملاريا ٨٠ سلنه پېښې په ننګرهار، کونړ، خوست او زابل ولايتونو کې ثبت شوې دي.

هغه زياته کړه، ياد وزارت په ٢٠١٣ لمريز کال کې د ملاريا تر خطر لاندې په يو شمېر ولسواليو کې، خلکو ته ٣٥٩ زره مشبوع پشه خانې په وړيا توګه وېشلې دي.

نوموړي په تېر کال کې، د ملاريا د مخنيوي او د روغتيا په برخه کې لسو زرو کسانو ته روزنه ورکول، د ٢٢٤ زره تشخيصيه ټسټونو وېشل او د ملاريا د درملو وېش د دغه وزارت له نورو کړنو وبلل.

په ورته مهال د عامې روغتيا په وزارت کې، د ملاريا د کنټرول ملي پروګرام مشر ډاکټر سميع نهضت پژواک خبري اژانس ته وويل، ټاکل شوې د ملاريا تر ګواښ لاندې ولايتونو کې سږ کال هم په درملو شاوخوا ٣،٣ ککړې پشه خانې ووېشي.

 نوموړي څرګنده کړه، چې تېر کال د بوديجې د کمښت له امله يې د اړتيا وړ پشه خانې په يادو شويو سيمو کې نه دي وېشلې.هغه زياته کړه: (( په روان کال کې ټولو اړو کسانو ته پشه خانې وېشل کېږي.))

په افغانستان کې د روغتيا نړيوال سازمان استازي اسماعيل سرور په دې غونډه کې په افغانستان کې د ملاريا د ورکولو په برخه کې ددې سازمان د ملاتړ څرګندولو تر څنګ يادونه وکړه،  چې دوى  ژمن دي څو له  تخنکي او عملي اړخه  په هېواد کې د ملاريا  او لشمانيا  د کنټرول او ورکولو ستراتيژۍ په پلي کولو کې ددې ناروغيو د کنټرول  له ملي پروګرام سره همکاري او ملاتړ وکړي.

هغه زياته کړه:(( د نړۍ روغتيايي سازمان له ملاريا سره د مجادلې په برخه کې سخت ژمن دى، موږ به له بل سره کار وکړو او له ملاريا پاک افغانستان به رامنځته کړو.))

سرچينې په دې سربېره څرګنده کړه، چې د روغتيا نړيوال سازمان د ٢٠١٣ کال د راپور له مخې، په ټوله نړۍ کې د ملاريا ٢٠٧ ميليونه پېښې اټکل شوې، چې له ٦٢٠ زرو څخه زياتو کسانو د مړينې سبب ګرځېدلې دي.

خو هغه وويل:(( له دې پرمختګونو سره سره لا هم اړ يو، چې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره زيات کارونه تر سره کړو.))

سرور په نړۍ کې د وروستيو کلونو د بې سارو پرمختګونو په اړه وويل، چې له دوه زرم کال راهيسې په نړۍ کې د نږدې درې ميليونو کسان ژوند ژغورل شوى، په نړۍ کې د ملاريا له ا مله  د مړينې کچه ٤٥ سلنې ته راښکته شوې او  ډېر ملکونه د ملاريا بشپړ ورکولو ته نږدې شوي دي.

 نوموړي څرګنده کړه، چې دا پرمختګونه د نړيوالو  سياسي ژمنو، پانګونو کتلوي زياتوالى، اغېزمنو مداخلو لکه د پشه خانو، دواپاشيو  او حشره وژونکو درملو په وسيله په چټکۍ تشخيص او موثره درمنله وشي.

ملاريا يوه وژونکې ناروغي ده، چې د غوماشې په وسيله انسان ته لېږدول کېږي.

ډاکټران سپارښتنه کوي، چې د اوړي په موسم کې بايد له  ملاريا څخه د مخنيوي لپاره  کړکيو ته جالۍ ورکړل شي.

دى ټينګار کوي، چې د ولاړو اوبو له منځه وړل د ملاريا لېږدونکو غوماشو په مخنيوي کې مهم رول لري او خلک بايد په دې برخه کې هڅه وکړي.

ډاکټران وايي، چې خولې، اسهال، استفراغ ، سخته لړزه، کم اشتهايي، سر درد او خستګي ددې ناروغۍ له نښو نښانو څخه دي او که څوک په خپل وجود کې دا نښانې وګوري، نو بايد ژر تر ژره  روغتيايي مرکز ته مراجعه وکړي.

 

 

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.