کابل(پژواک، ٧ غويى ٩٣): د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو مخکښ کانديد ډاکټرعبدالله عبدالله د ټاکنو د پاتې پروسې پر بشپړ روڼوالي ټينګار کوي او وايي، هغه پايلې ورته د منلو وړ دي، چې د قانون پر بنسټ تر لاسه شي.
عبدالله عبدالله د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنيو پايلو تر اعلان وروسته نن په کابل کې خپلې لومړنۍ خبري غونډه کې وويل، چې دويم دور ته د ټاکنو له تګ څخه وېره نه لري، خو دده ټاکنيز ټيم په دې پروسه کې د نا روڼتيا او قانونيت له نشتوالي څخه په وېره کې دى.
د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنيو پايلو پر بنسټ،چې تېره ورځ د ټاکنو کمېسيون له خوا اعلان شوې، يو کانديد هم نه دى توانېدلى، چې د برياليتوب لپاره د اړتيا وړ رايې تر لاسه کړي.
عبدالله عبدالله د ٤٤،٩ او اشرف غني د ٣١،٥ سلنه رايو په تر لاسه کولو سره مخکښ کانديدان دي او که چېرته د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيونونو له څېړنو وروسته په دې شمېره کې بدلون رانه شي، نو ټاکنې دويم دور ته ځي.
ډاکټرعبدالله وويل، چې دده ټيم د ټولو هغو رايو پر وړاندې مسووليت لري، چې پلويانو يې دده په ګټه صندوقونو ته اچولې دي.
نوموړي د ټاکنو د وروستيو پايلو تر اعلان وړاندې دويم پړاو ته د ټاکنو تګ تر وخت وړاندې وباله او په دې اړه يې نظر ورنه کړ.
نوموړي د ټاکنو په اوږدو کې د شوي تقلب د جدي پلټنې غوښتنه وکړه او د ټاکنيزو شکايتونو له کمېسيون يې وغوښتل، چې په روڼتيا سره يې وڅېړي.
عبدالله زياته کړه، هغه پايلې چې د قانون پر بنسټ تر لاسه شوې وي، دده د اصلاحاتو او همپالنې ټيم ته د منلو وړ دي.
نوموړي يو ځل بيا تقلب د خپل يواځني سيال په توګه ياد کړ او ويې ويل، چې که تقلبي او رښتينې رايې له يو بل نه تفکيک شي، نو بريالى کېږي.
دده په خبره، د وري مياشتې ١٦مې نېټې ټاکنو کې پراخه او پلان شوى تقلب شوى، خو دا چې د کومو کسانو له خوا شوى؟ په دې اړه يې معلومات ورنه کړل.
نوموړي د ټاکنو پر خپلواک کمېسيون نيوکه وکړه او ويې ويل ، چې تر اوسه پور يې دوى ته د باطلو شويو او بيا شمېرل شويو رايو په اړه مفصل معلومات نه دي ورکړي، چې په کومو مرکزونو او محلونو پورې اړوندې دي.
ډاکټرعبدالله عبدالله همدرانګه د رايې ورکولو د ٤٤٤ نورو محلونو په اړه، چې د ټاکنو کمېسيون ستونزمن بللي او تر دوو راتلونکو ورځو پورې به يې وڅېړي اندېښنه څرګنده او د معلوماتو د وړاندې کولو غوښتنه يې وکړه.
د عبدالله د نيوکو يوه بله برخه د رايې ورکولو ورځې د بهير په اړه وه ، چې دده په باور د راى پاڼو د کمښت له امله د هېواد په ډېرو سيمو کې خلک ونه توانېدل، چې خپله رايه ورکړي.
نوموړي د ټاکنو له کمېسيون څخه وغوښتل، چې په دې برخه کې داصلاحاتو او همپالنې ټيم ته قناعت بښوونکى ځواب ورکړي.
ډاکټرعبدالله همدرانګه د ټاکنيزو شکايتونو پر کمېسيون نيوکه وکړه، چې د ټاکنو د لومړنيو پايلو د درج په اړه يې ٢٤ ساعته لنډ وخت په پام کې نيولى دى.
نوموړي زياته کړه، څو د شکايتونو درج لپاره وخت وغځول شي، ځکه چې کمېسيون په خپله ويبپاڼه کې د پايلو په خپرولو کې ځنډ کړى دى.
ډاکټرعبدالله د ننني کنفرانس په پيل کې له خپلو پلويانو مننه وکړه، چې د خطر په منلو سره د رايو صندوقونو ته ولاړل او دده په خبره، چې افراطيت او ترهګرۍ ته يې نه ځواب ورکړ.
ډاکټرعبدالله وويل:(( موږ هم د هغو کسانو په توګه چې دافغانستان ملت راباندې اعتماد کړى، د خلکو له رايې ساتنه کوو، د ټاکنيزو کمېسيونونو مسووليت دى، چې د خلکو د رايو ساتنه وکړي.))
عبدالله پرته له دې، چې د چا نوم واخلي حکومتي چارواکي يې په ټاکنو کې په تقلب او لاسوهنه تورن کړل او ويې ويل، چې “موږ د ټاکنو په پاتې پروسه کې د روڼتيا او قانونيت غوښتونکي يو.”
نوموړي د کوم بل مخکښ ټاکنيز ټيم سره د ايتلاف په اړه وويل، چې ليدنې کتنې يې درلودې، خو د ايتلاف په موخه نه وې.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن