هرات (پژواک ١٠ غويى ٩٣): په هرات ولايت کې په ځينو امنيتي پېښو کې د ملا لالي په نوم يو طالب قوماندان او دوه پوليس وژل شوي او د جرمونو په تور ٨ تنه ژوندي نيول شوي دي.
د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالروف احمدي د غويي په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره ورځ ناوخته د زنده جان په ولسوالۍ کې د پوليسو پر موټر د سړک غاړې ماين چاودنه شوې، چې په کې دوه پوليس وژل شوي او ٣ نور ټپيان دي.
هغه وايي، چې د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.
دغه راز د احمدي په وينا، نن له غرمې مخکې د انجيل په ولسوالۍ کې د عملياتو په ترڅ کې پنځه تنه د ناقانونه وسلو د کرځولو او په کرخ ولسوالۍ کې درى تنه د الکولي مشروباتو د پلور په تور نيول شوي دي.
د امنيې قوماندانۍ وياند وايي، پر دې سره بېره نن سهار مهال د شينډنډ ولسوالۍ په اړوند سيمه کې د پوليسو او طالبانو په نښته کې د ملا لالي په نوم يو طالب قوماندان وژل شوى دى.
نوموړي د دې نښتې په تړاو ډېر څه ونه ويل خو يادونه يې وکړه، چې پوليسو ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن