ژبه

وارداتي بادرنګو د فراه کروندګر زيانمن کړي دي

فراه (پژواک ١٢ غويى ۹۳) : فراه کې،د ورځې سلګونه ټنه بادرنګ تولیدیږی؛ خو د ایران او پاکستان وارداتی بادرنګو يې بازار خراب کړى او کروندګر يې اړ دي چې په ډېره ارزانه يې بيه وپلوري.

ځينې کسان ګواښ کوي، چې که دولت د وارداتي بادرنګو مخه ونه نيسي او يا يې محصول لوړ نه کړي، نو ډېر کروندګر  به راتلونکي کال د کوکنارو کر ته مخه کړي.

۵۶ کلن حبیب الله د فراه د مرکز د نوروزی د کلی اوسیدونکى چې پر درې جريبه مځکه يې ګلخانه يي کښت کړى او د ورځې دوه ټنه بادرنګ او ٨٠٠ کيلوګرامه رومي بانجان حاصل ترې اخلي، وايي: “موږ په دې هیله ګلخانه یی کښت ته مخه وکړه چې حلال کښت دی او د کوکنارو مخنيوی کولای شی او دولت به له موږ سره مرسته وکړي ؛ خو په تاسف سره چې د افغانستان مرزونه د ایران او پاکستان محصولاتو پرمخ خلاص دي او زموږ محصولاتو ته مارکیټ نشته.” 

ده چې ډېر په غوسه ښکاریده، پژواک خبري اژنس ته وویل چې مخکې په فراه کې يوه کيلو بادرنګ په ١٦ افغانۍ پلورل کېدل، خو د ايران او پاکستان د بادرنګو د وارداتو له امله اوس يوه کيلو بادرنګ په شپږ افغانۍ پلوري.

هغه زیاته کړه: “ایران او پاکستان غواړی چې موږ د دوی نوکران پاتی شو او بیا د کار لپاره د دوی هېوادونو ته اړ شو، له همدې امله هرکال کله چې زموږ د حاصلاتو وخت شی، خپل محصولات په ډېره ټیټه بیه د افغانستان بازارونو ته داخلوی، خو کله چې زموږ بزګران متضرر شی بیا دوی خپل محصولات په ډېره لوره بیه پر خلکو پلوری.”  

حبيب الله وايي، چې د فراه بادرنګ د هېواد نورو ولايتونو ته صادريږي، خو دا مهال د ایران او پاکستان بادرنګ په نیمروز، قندهار، هرات او ځينو نورو ولایتونو کې يوه کیلو په ۵ افغانی پلورل کیږي.

د فراه مرکز د باغ پل اوسیدونکى او د ګلخانه یی کښت یو بل کروندګر عبدالقیوم هم له ورته ستونزې سر ټکوي او وايي : “مخکی بادرنګ کیلو په ۱۷ افغانی و، ښه ګټه يې درلوده ؛ خو له کوم وخته چې ایرانی او پاکستاني بادرنګ چې ډېر بی کیفیته هم دي افغانستان ته وارد شوي، د فراه د بادرنګو بيه شپږو افغانیو ته رالوېدلې ده.”

هغه وايي، چې په فراه کې د بادرنګو کروندګر خپل لګښتونه نه شي پوره کولاى ،نو ځکه خو که دولت له کروندګرو سره نوري مرستي نه کوی؛ لږ تر لږه دې له ایران او پاکستان څخه دې د کرنيزو محصولات د واردولو مخنیوى وکړي.

په فراه کې د بادرنګو د يو مارکېټ خاوند عبدالشکور، ورته ستونزې يادوي او وايي چې له فراهي کروندګرو د ورځې سل ټنه بادرنګ يوه کيلو په ٦ افغانۍ اخلي او په نورو ولايتونو کې يې په شپږ نيمې افغانۍ پلوري.

عبدالشکور وويل: “د فراه سوداګرو او کروندګرو غوښتنه د افغانستان له حکومت څخه دا ده چې د ایران او پاکستان د بادرنګو پر واردواتو يا محصول ډېر کړي او یا دغه وخت چې زموږ بادرنګ په حاصل راځي د دوی بادرنګ بند کړي؛ په دې خاطر چې موږ ډېر په تاوان کې یو، دا اوس خپل سرنه پوره کوو.”

يادې ټولې سرچينې وايي ، که دولت د فراه بادرنګو ته مارکيټ پیدا نه شي کړى، نو بزګران به په راتلونکي کال کې بادرنګ ونه کري او د کوکنارو کښت ته به مخه کړي.

د پژواک يو راپور ښيي، چې په فراه کې ګلخانه يي کښت تېر کال د وړم کال په پرتله ١١ ځله ډېر شوى او د دې لامل شوى و، چې په دې ولايت کې د کوکنارو د کښت کچه نږدې ١٥ سلنه ټيته کړي.

د چارواکيو د معلوماتو له مخې، وړم کال په دې ولايت کې پر ٢٧ زره هکتاره ، خو تېر کال پر ٢٣ زره هکتاره مځکه کوکنار کرل شوي و.

د فراه ولایت د کرنې ریاست سرپرست او د زراعتی چارو امر انجنیر محمد جعفر کاظمی وایی، دا مهال هره ورځ په فراه کې۶۴۰ ټنه بادرنګ تولیدیږي چې ۴۰ ټنه يې په همدې ولايت کې پلورل کيږي او پاتې يې نورو ولايتونو صادريږي.

دى هم مني چې دا مهال په نيمروز، قندهار او ځينې نورو ولايتونو کې د ايران او پاکستان بادرنګ يوه کيلو په پنځه افغانۍ پلورل کيږي او د فراه د بادرنګو بازار يې خراب کړى ، خو زياتوي چې سږ کال د فراه د بادرنګو د حاصل ډېروالى هم د دې کرنيز محصول د بيې د رالويدو يو لامل دى.

کاظمي زیاته کړه چې اوس په فراه ښار کې يوه کیلو بادرنګ په عمده ډول په ۶ افغانی او په پرچون ډول په ۸ افغانۍ پلورل کيږي او کروندګر په ګټه کې نه دي.

هغه زياتوي چې فراه هرکال د بیلابیلو میوو او سبو ډېر حاصلات لري،خو د بهرني مارکېټ د نه لرلو له امله يې کروندګر زيانمن کيږي. 

کاظمی وايی: ” له څه مودی راپدیخوا د فراه د کرنې ریاست او د ولایت مقام په همکاری سره د بادرنګو لپاره د خارجي مارکیټ پیدا کولو په هڅه کې یو ، خو تر اوسه پوری کومې پایلې ته نه یو رسیدلي.”

دى وايي،چې د فراه د کرنې رياست د کرنې او مالدراۍ له وزارت څخه غوښتي چې د اړونده ارګانونو له لارې افغانستان ته د بادرنګو د وارداتو مخه ونيسي او يا يې هم محصول لوړ کړي.

هڅه مو وکړه ،خو په دې اړه د کرنې او مالدراۍ وزارت د چارواکو د نظر په اخستلو بريالي نه شوو.

د فراه د کرنې رياست د معلوماتو له مخې، په دې ولايت کې د ګلخانه يي او نورو کښتونو له امله ډول ډول سابه لکه بېنډۍ، کدو، تور بانجان، مرچ او نور کرل کیږی، خو ددې کښتونو ٦٠ سلنه يې بادرنګ دي او ډېر يې د فراه په مرکز او پشترود ولسوالۍ کې کرل شوي دي.