کابل ( پژواک، ٢١ غويى ٩٣ ) : د ولسمشر وياند وايي، د عبدالله له ټيم څخه د زلمي رسول ملاتړ د هغه خپله پرېکړه ده او په دې اړه ولسمشر د تېرو ټاکنو په څېر بې پلوه او له هېڅ کانديد څخه ملاتړ نه کوي.
د ولسمشر وياند اېمل فيضي دغه څرګندونې په داسې حال کې له پژواک اژانس سره وکړې، چې د ولسمشرۍ کانديد ډاکټر زلمي رسول نن ديوې غونډې په ترڅ کې د ولسمشرۍ له مخکښ کانديد ډاکټر عبدالله عبدالله څخه د ملاتړ اعلان وکړ.
د ولسمشر وياند هغه ګنګوسې رد کړې، چې ګوندې زلمى رسول د ولسمشر په مشوره له ډاکټر عبدالله سره يو ځاى شوى دى.
هغه زياته کړه : (( له ډاکټر عبدالله سره د ډاکټر زلمي رسول د يوځاى کېدو پرېکړه د هغه خپل شخصي تصميم او حق ده. ))
د فيضي په وينا، زلمي رسول د خپلې نننۍ پرېکړې په اړه نه له ولسمشر ليدلي ، نه يې خبرې کړي ، نه ترې خبر و او په دې اړه ولسمشر نن د رسنيو له لارې خبر شوى دى .
د ولسمشر وياند وايي ، دا د زلمي رسول حق دى، چې له چا سره يوځاى کيږي او له چا ملاتړ کوي .
نوموړي زياته کړه ، دا بايد ولس ته واضح وي ، چې ولسمشر د هيڅ کانديد ملاتړ نه کوي او نه يې کړى.
د ولسمشرۍ په تېرو ټاکنو کې ډاکټر زلمى رسول شاوخوا ١١ سلنه رايې ترلاسه او درېيم مقام يې خپل کړى دى.
د هغه لومړى مرستيال احمد ضياء مسعود په نننۍ غونډه کې ګډون نه درلود او ويل کېږي، چې هغه د زلمي رسول له دې پرېکړې سره مخالف دى.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن