ژبه

خوست (پژواک ٣٠ غبرګولى٩٣): د خوست ولايت چارواکي وايي، چې د ″ګلان″د کډوالو په کمپ کې يې له ٣٠٣ نورو کډوالو کورنيو سره د لومړنيو توکو مرستې وکړې.

دې ولايت ته له شمالي زيرستان څخه له راکډه شوو کورنيو سره يې د بشري مرستو لړۍ ګړندۍ شوې او نږدې هره ورځ سلګونو کورنيو ته خوراکي او غيرخوراکي توکي رسوي.

د خوست ولايت د عامه اړيکو مسوول بريالي روان پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د مرستو په دغه لړۍ کې نن هم له (۳۰۳) کډوالو کورنيو سره د لومړنيو او اړينو توکو مرسته وشوه.

نوموړي وويل، دغه مرستې، چې د کډوالو چارو د نړيوالې کمېټې او د خوراک نړيوال پروګرام له لوري رالېږل شوي د خوست ولايت مقام د ټاکل شوي کمېسيون له لوري پر کډوالو ووېشل شوې.

بريالي روان زياته کړه، چې له کډوالو سره په دغو مرستو کې خيمې، کمپلې، خوراکي توکي، د پخلنځي سامان او ځينې نور اړين لوازم شامل دي .

نوموړي وويل، چې له دغو کډوالو سره يې د مرستو او همکاريو هڅې پراخه کړې دي، د مرکزي دولت او ځينو بهرنيو خيريه موسسو پاملرنه يې ورته رااړولې ده.

د خوست د عامې روغتيا رييس ډاکټر هدايت الله حميدي پژواک ته وويل، چې د پوليو د خطرناکې ناروغۍ د راانتقال د مخنيوي لپاره يې درې ګرځنده روغتيايي ډلې دې کمپ ته لېږلې دي.

حميدي زياته کړه، چې تر اوسه يې نږدې نهه زره ماشومانو ته د پوليو ضد واکسين تطبيق کړى او دغه راز تر زرو زيات کډوال يې تداوي کړي، چې په بېلابېلو ناروغيو اخته وو.

بل لور ته دولايت مقام له لوري ټاکل شوى کمېسيون هم وايي، چې تر اوسه يې له راغليو کډوالو سره د مرستو او همکاريو چارې په سمه توګه تنظيم او سمبال کړې دي.

دغه کمېسيون زياتوي، چې تر ډېره بريده يې په خپل وخت د کډوالو ستونزو او غوښتنو ته رسيدګي کړې ده.

تېره ورځ  د خوست والي عبدالجبارنعيمي په يوه خبري کنفرانس کې وويل، چې په تېرو څو ورځو کې له شمالي وزيرستان څخه دې ولايت ته د را کډه شوو کورنيو شمېر تر لس زره اوښتی دی.

نوموړي زياته کړه، دغه کورنۍ په ګربزو، عليشيرو، سپيره او ځاځي ميدان ولسواليو او دغه راز د خوست په مرکزي سيمه لکڼو کې مېشتې دي.

د يادونې ده، چې خوست ته له شمالي وزيرستان څخه د کډوالو بهير هغه مهال ګړندی شو، چې په ياده سيمه کې پاکستانيو پوځيانو د وسله والو د ځپلو  په نوم پوځي عمليات پيل کړل.