خوست (پژراک ٢٣چنګاښ ٩٣): د کندهار ولایت سوداګرو، هټيوالو او ځينو عامو خلکو په خوست ولایت کې د شمالي وزیرستان له سلګونو کډوالو سره یوه اندازه نغدي مرسته وکړه.
دغه نغدي مرسته په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو يو شمېر استازو، نن د دوشنبې په ورځ د خوست د اسمعیل خېلو او مندوزیو په ولسوالی کې پر مېشتو وزیرستاني کډوالو ووېشله.
په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازي حاجي ملا سعید محمد، د دغې نغدي مرستې د وېش پرمهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د اسلامي او وطني احساس له مخې يې دغه مرسته په کندهار کې راټوله کړې ده.
نوموړي وويل: ((دغه نغدي مرسته ټولټال شپږ ميليونه افغانۍ کېده، موږ ياده مرسته په ۱۴سوه کډوالو کسانو ووېشله، چې هر یوه کډوال ته مو ترې درې زره افغانۍ ورکړې.))
ملاسعيدمحمد زياته کړه، له وزیرستاني کډوالو سره به د کندهار د خلکودغه مرسته وروستۍ نه وي، بلکې دوی هڅه کوي نورې مرستې هم راټولې او بيا يې دلته پر کډوالو ووېشي.
د شمالي وزیرستان د مېرانشاه اوسېدونکي رسول خان پژواک ته وويل، که څه هم درې زره افغانۍ دومره ډېرې نه دي، خو بيا هم د ده د کورنۍ د ستونزو په حل کې ورسره مرسته کوي.
هغه په ټوليز ډول د خوست، پکتيکا، کندهار او بلخ ولايتونو له سوداګرو او عامو خلکو څخه د مننې ترڅنګ خوښي څرګندوله، چې د روژې په میاشت کې يې د دوی لاسنيوی وکړ.
نوموړي وويل: ((موږ هېڅ دا فکر نه کاوه،چې د افغانستان خلک به له موږ سره دومره مرسته کوي. موږ د دوی له دغه هرکلي او مرستو ډېر شکرګذاره يو.))
د شمالي وزيرستان د مېرانشاه د سیدګۍ د سيمې يوه اوسېدونکي ګلاب خان پژواک ته وويل، نږدې یوه میاشت کېږي، چې کورنۍ يې خوست ته را کډه شوې، خو تر دې مخکې چا ورسره مرسته نه وه کړې.
ده وويل: ((د کندهار د خلکو دغه احساس موږ ډېر، ډېر ستايو، خو درې زره افغانۍ کفايت ځکه نه کوي، چې د مېرانشاه په پرتله په خوست کې د خوراکي توکو بيې لوړې دي.))
ګلاب خان له افغان دولت، خيريه ټولنو او دغه راز له نړيوالو مرستندويو سازمانونو وغوښتل، چې له دوی سره د خوراکي توکو مرستې وکړي، ځکه په دې برخه کې جدي اړتيا لري.
څه موده مخکې د بلخ ولايت سوداګرو هم د يوه خبري کنفرانس په ترڅ کې په خوست ولايت کې له وزيرستاني کډوالو سره د لس ميليونه افغانيو د مرستې ژمنه کړې وه.
په خوست کې پر کډوالو د مرستو د وېش کمېسيون غړي وايي، کډوال خوراکي توکو ته تر ټولو زياته اړتيا لري، ځکه د زياترو کډوالو اقتصادي حالت کمزوری دی.
همدارنګه چارواکي وايي، د ګلان د کمپ کډوالو ته يې د څښاک لپاره د پاکو اوبو د رسونې ستونزه حل کړې او هم يې تر ډېره بريده د ناروغانو درملنه په خپل وخت کړې ده.