خوست (پژواک ٢٥چنګاښ٩٣): د مشرانو جرګې يو شمېر غړي وايي، چې خوست ولايت ته له شمالي وزيرستان څخه راغلي کډوال وسلې نه لري او په دې سيمه کې د امنيت په برخه کې د ستونزو د رامنځته کېدو لامل نه شي ګرځېدلی.
د مشرانو جرګي د بهرنيو اړيکو د کمېسيون د مشر په ګډون نهه سناتورانو په تېرو څلورو ورځو کې خوست ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې له وزيرستاني کډوالو سره د وسلو په اړه څېړنې کړې دي.
سناتور محمد عارض د چنګاښ په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په تېرو څو ورځو کې يې د دې ولايت پر ملکي او نظامي چارواکو سربېره له وزيرستاني کډوالو او له يو شمېر هغو خوستوالو سره، چې کډوالو ته يې ځای ورکړی، په تفصيل سره خبرې وکړې.
نوموړي زياته کړه، چې ولايتي چارواکو هم ورته له کډوالو سره د وسلو د نشتوالي ډاډ ورکړی او همدارنګه له خلکو څخه د څېړنو په پايله کې هم دا ښکاره شوه، چې کډوال بې وسلې دي.
دى وايي: ((موږ د خوست له والي، امنيې قوماندان، د ملي اردو قوماندان او ځينو نورو نظامي او ملکي چارواکو، قومی مشرانو او په خپله له وزيرستاني کډوالو سره په تفصيل خبرې کړې دي. موږ ته دا معلومه شوه، چې کډوال وسلې نه لري.))
نوموړي وويل، ډېر کم شمېر کډوالې کورنۍ د ځان ساتنې لپاره يو، يو ميل تومانچه او يا ټوپک لري، خو د خوست د امنيت په برخه کې کومې ننګونې نه شي رامنځ ته کولای.
په مشرانو جرګه کې د دايکنډي ولايت د خلکو استازې نجيبې حسيني پژواک اژانس ته وويل، چې د وزيرستاني کډوالو وضعيت ته په کتو سره، د هغوی په منځ کې د هيڅ ډول وسله والو کسان شتوالی نه شي ثابتېدلی.
نوموړې زياته کړه، کډوال يې له نږدې وليدل او خبرې يې ورسره وکړې، خو د هغوی وضعيت ښه نه دی او د يوې ډوډۍ پيدا کولو په ارمان دي، نو بيا څنګه کولای شي، چې وسله وال مخالفتونه وکړي.
نجيبې حسيني په دې اړه زياته کړه: ((کډوال کاملاً بې خطره دي، هم د افغانستان لپاره او هم د پاکستان لپاره. امنيتي چارواکو هم راته وويل، چې کډوال مو تر کلکې څارنې لاندې دي.))
هغې د پاکستان دا تورونه هم رد کړل، چې ګنې وسله وال کسان د ډيورنډ کرښې دې غاړې ته رااوښتي دي.
نوموړې په دې اړه وويل: ((موږ دا نه منو، چې وسله والو کسانو افغانستان ته پناه راوړې ده. کېدای شي، وسله والو د پاکستان يا د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې په غرونو کې چېرته پناه اخيستې وي، خو دا هم وايمه، چې دا خبره د اندېښنې وړ ده او مرکزي دولت بايد په دې اړه جدي تحقيقات وکړي.))
د مشرانو جرګې د بهرنيو اړيکو مسوول سناتور عارف الله پښتون پژواک ته وويل، چې د نړيوالو اصولو له مخې، وزيرستاني کډوال افغانستان ته په کډوالۍ د راتلو پوره حق لري.
دغه راز نوموړي له حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې دغه خلک تر کلک څار لاندې ونيسي، ترڅو د پاکستان پرضد د هغوی له استعمال څخه مخکې له مخکې مخنيوی شوی وي.
عارف الله پښتون له مرکزي دولت، افغاني سرې مياشتې او همدارنګه له کډوالو سره د نړيوالو مرسته کوونکو بنسټونو څخه وغوښتل، چې وزيرستاني کډوالو ته خوراکي او غيرخوراکي توکي ورسوي.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې يو شمېر افغاني رسنيو خبرونه خپاره کړي وو، چې ګنې وزيرستاني کډوال له درنو او سپکو وسلو سره د افغانستان خاورې ته رااوښتي دي.
په همدې حال کې د خوست والي عبدالجبارنعيمي هم ويلي، چې له شمالي وزيرستانه را اوړېدونکي کډوال د امنيتي ځواکونو په يو شمېر امنيتي پوستو کې تر تلاشۍ وروسته افغانستان ته رااوړي.
همدارنګه يو شمېر وزيرستاني کډوالو هم له پژواک سره په خبرو کې هغه راپورونه رد کړل، چې ګواکې دوی له ځان سره وسلې راوړې دي.