ژبه

“له وزيرستاني کډوالو سره مرسته ايماني او ديني وجيبه ده”

خوست (پژواک ٨ زمرى ٩٣): په خوست کې يو شمېر ديني عالمانو د يوې غونډې په ترڅ کې له وزيرستاني کډوالو سره د افغان حکومت او ولسي خلکو مرسته او لاسنيوی ايماني او ديني وجيبه وبلله.

د ديني عالمانو دغه غونډه نن د اختر په درېيمه ورځ په خوست کې د ډيورنډ کرښې د دواړو غاړو مشرانو او ولسي خلکو په ګډون له وزيرستاني کډوالو سره د مرستو د جلب په موخه جوړه شوې وه.

د خوست يوه ديني عالم مولوي نصرالله قاسمي يادې غونډې ته په خبرو کې د کډوالو د ستونزو د هواري او له هغوی سره د لازمو او اړينو مرستو مسووليت پر افغان دولت او نړيوالې ټولنې واچاو.

مولوي قاسمي پر دولت، ولسي خلکو او نړيوالې ټولنې غږ وکړ چې د خپل وس برابر دې له کډوالو سره د اړينو او لومړنيو مرستو په کولو سره د دوی ستونزې تر يوه بريده هوارې کړي.

د خوست يو شمېر نورو ديني عالمانو هم په ياده برخه کې په ټينګار سره له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې د دولت له لارې دغو خلکو ته لازمې اسانتياوې برابرې کړي.

د شمالي وزيرستان يو تن ديني عالم مولوي خاندراز افغانستان ته راکډه کېدل د اسلام له نظره او پر دوی د راغلو ستونزو د خلاصون او اواري په برخه کې شرعي او لازم کار وباله او د پاکستان پر حکومت سخته نيوکه وکړه، چې په وزيرستان کې يې د ترهګرۍ ضد جګړه کې د وسله والو مخالفينو پرځای بې ګناه ولسي خلک قرباني کړل.

مولوي خاندراز له افغان دولت څخه هيله څرګنده کړه، چې د دوی د ماشومانو د روزنې، روغتيا، سرپناه او دغه راز په ځينو نورو برخو کې تر یوه بريده اسانتياوې برابرې کړي.

د خوست د ولايتي شورا رييس سيد کريم خان خاکسار که څه هم په دغه ولايت کې د زياتره مېشتو وزيرستاني کډوالو د ژوند کولو حالت يو څه د اندېښنې وړ وباله، خو زياته يې کړه، چې ورو، ورو د ښه کېدو پر لور درومي.

نوموړي د دولت او خيريه ټولنو څخه د مننې ترڅنګ له کډوالو سره ژمنه وکړه، چې ترخپله وسه به د دوی د ستونزو د هوارۍ لپاره خپلو منډو ترړلو ته دوام ورکړي.

همدارنګه خاکسار د قومونو په مخ کې د اوسنيو رامنځته شويو ستونزو اصلي لامل د يووالي نشتوالی وباله او د اواري لپاره يې يواځنۍ لاره د افغانانو يو کول په ګوته کړل.

په همدې حال کې د خوست والي عبدالجبار نعيمي د ديني عالمانو او د ډيورنډ کرښو دواړو غاړو د خلکو دغې ګډې غونډې ته په خبرو کې د هغوی د ستونزو د اواري په برخه کې د خپل وس برابر ژمنه وکړه.

نوموړي زياته کړه، چې په افغانستان کې يو شمېر نړيوالو مرستندويه سازمانانو د خوست له ولايتي ادارې سره پر يوه ګډ پلان کار پيل کړی، چې عملي کېدل به يې د کډوالو د يو شمېر ستونزو د اواري لامل وګرځي.

نعيمي له وزيرستاني کډوالو وغوښتل، چې خپل ځوان نسل تر روزنې او کلکې څارنې لاندې ونيسي او دغه راز د خپلمنځي اختلافاتو د رامنځته کېدو زمينه برابره نه کړي.

په افغانستان کې د کډوالو چارو نړيوالې ادارې د شمېرو له مخې له شمالي وزيرستان څخه خوست او پکتيکا ولايتونو ته د راکډه شويو کورنيو شمېر تر ۳۵ زره زيات ښودل شوی دی.

دا لړۍ وروسته له هغه پيل شوه، کله چې د پاکستان پوځ په شمالي وزيرستان کې د مخالفو وسله والو پرخلاف پراخ ځمکني او هوايي عمليات پيل کړل، خو ويل کېږي، چې تر ټولو زيات زيان ولسي خلکو ته رسيدلي دي.