ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کارپوهان: کانديدانو ته تاريخي مسوولت پر غاړه دى

کارپوهان: کانديدانو ته تاريخي مسوولت پر غاړه دى

کابل (پژواک، ١١ زمرى ٩٣): د سياسي چارو ځينې کارپوهان وايي، په هېواد کې روان ټاکنيز کړکېچ پاى ته رسول، اوس د دواړو کانديدانو مسووليت ګرځېدلى، خو که په دې کار کې پاتې راشي، نو خلکو ته به منفور شي.

دوى وايي، عبدالله او احمدزى بايد له سياسي پوهې کار واخلي او روان ټاکنيز کړکېچ، چې افغانستان د خرابۍ پر لور بيايي، ژر تر ژره پاى ته ورسوي.

د دوى په باور، دواړه کانديدان بايد په دې پوه شي چې په ټاکنو کې رامنځ ته شوې ستونزې، تصادفي نه، بلکې درېيم لورى شته چې د خپلو ګټو لپاره يې رامنځته کړي او لا هم ورته لمن وهي.

سياسي کارپوه بشير بېژن وايي، اوس تر بل هر وخت ډېر اړتيا ده، چې دواړه کانديدان د هېواد وضعيت او د ټاکنو پر وړاندې توطيې درک کړي او نور پرېږدي چې ټاکنيز بهير مخ ته لاړ شي.

دى زياتوي، د ايران او پاکستان په ګډون په کور دننه مافيايي کړۍ، د ځمکو غاصبين او نور مفسد خلک، چې ګټه يې د نظام په خرابۍ کې ده، غواړي د افغانستان وضعيت داسې لور ته لاړ شي، چې د هغوى د منافعو مخه ونه نيول شي.

هغه وايي: “ډاکټر صاحب اشرف غني او ډاکټر عبدالله بايد وپوهېږي، که په دې مرحله کې له سياسي پوهې، زړورتيا کار وانخلي او دوى د مهمو ادرسونو په توګه د توطيو مخه ونه نيسي، دواړه به د افغانستان د خلکو له نظره مردود وګڼل شي.”

ده په ټاکنيز بهير کې د رامنځته شوي کړکېچ لامل، په رايو کې درغلي ياده کړه او ويې ويل، چې دا درغلي د کانديدانو پرځاى تر ډېره بريده د درېيم لوري له خوا شوې ده، ترڅو بهير له ستونزو سره مخ کړي او د ده د حکومت وخت وغځېږي. د پېژن اشاره ولسمشر کرزي ته وه.

دى وايي، په حقيقت کې د ټاکنيز بهير د خرابولو لپاره هم ښايي د درېيم لوري له خوا درغلي وشي.

بېژن زياته کړه: “د احمدزي او عبدالله په نوم چې کومه درغلي شوې ده، د دې درغلۍ ډول زه په دې باور کړى يم چې دا درغلي د دوى د برياليتوب لپاره نه ده شوې. دا درغلي په حقيقت کې له درېيم ادرس څخه، له ټاکنو پرته د يوې بلې حادثې لپاره شوې ده.”

دى وايي، د افغانستان د حکومت د اپوزيسيون په توګه دوى له اوله باور نه درلود، چې ولسمشر حامد کرزى دې په خپله خوښه په سوله ييز ډول واک ولېږدوي.

د ده په باور، په ټاکنيز بهير کې هېڅ يوه پېښه ناڅاپي نه وه، بلکې هره يوه يې د افغانستان د ځينو “مشرانو” له ناپاکو ارادو سره تړلې او په مهندسي شوې توګه رامنځ ته شوې ده.

بېژن وايي، که دا ځل د ټاکنو د خپلواک کميسيون له خوا د ټاکنو پايلې پر خپل وخت اعلان نه شي او بحثونه اوږده شي، نو د هغې توطيې د مخنيوي لپاره چې هېواد د بربادۍ او وينې تويونې پر لور بيايي، په خپله خلک لاس په کار شي.

هغه زياتوي، د افغانستان خلک بايد راپاڅي او “زه به لومړى کس يم چې دا کار به کوم او خلک به مدني اعتراض ته رابولم.”

د ده په خبره، دا دويمه لاره ده، ترڅو ولسمشر حامد کرزى له ارګه ووېستل شي، ځکه په ارګ کې د ده پاتې کېدل، افغانستان نور هم د بحران لور ته بيايي.

بل سياسي کارپوه حاجي سيد داوود، هم د ټاکنيزو جنجالونو پړه پر حکومتي چارواکو اچوي، خو وايي، که هېواد بحران ته لاړ شي، نو څومره مسووليت چې د حکومت مشر ته ورګرځي، هغومره دواړه کانديدان هم مسوول دي.

د ده په باور، په اوسني حکومت کې دا اراده نشته چې سياسي واک په سوله ييز ډول پر خپل وخت ولېږدوي او کانديدان بايد پوه شي، چې د دوى ترمنځ اختلاف د همدې حکومت د دوام لامل ګرځي.

سيد داوود وايي، د ټاکنيزو جنجالونو اوږدېدو، د هېواد ستونزې په سياسي، اقتصادي او امنيتي برخو کې ډېرې کړي او نور د افغانستان خلک داسې حالت ته رسېدلي، چې ان پر خپلو رايو پښېمانه دي چې ولې يې په ټاکنو کې وکاروله.

ده زياته کړه: “دا چې د ټاکنيزو جنجالونو ملامت څوک دى، دا دې پر خپل ځاى وي، خو اوس د ټاکنو د پروسې برياليتوب ظاهراً د دواړو کانديدانو په تصميمونو پورې تړلې ده. دوى ته تاريخي مسووليت ورغاړې دى چې دا مشکلات حل کړي او خبره بحران ته لاړه نه شي.”

سيد داوود وايي، که هېواد بحران ته لاړ شي، دا به په دې معنا وي چې دغو دوو کانديدانو د سياسي واک ترلاسه کولو لپاره، د افغانستان د خلکو له رايو سره لوبې وکړې او د هېواد شرايط يې له پامه وغورځول.

نوموړي، اوسنى وضعيت په نوييمه لسيزه کې د مجاهدينو له کړنو سره ورته وباله، چې د پخواني ولسمشر ډاکټر نجيب الله د حکومت له سقوط وروسته جوړ نه شول “يو رياست جمهوري غواړي او بل صدارت. نو د دې دواړو نومونه به د کرزي غوندې په تور لست کې وي، چې دغه درې واړه نومونه به حتى ببرک کارمل ته برائت ورکړي.”

د سيد داوود په باور، سره له دې چې ټاکنيز جنجالونه نور عاملين لري، خو کانديدان هم له دې مسووليته خلاص نه دي.

هغه زياته کړه: “زه فکر کوم چې دا دواړه مسوول دي، که دوى ژر تر ژره په دې مسئله کې اقدام ونه کړي، طبيعي خبره ده، که دوى جوړ نه شي، ګډوډي جوړېږي، اما د دې ګډوډۍ په مسووليت کې هم کرزى او هم دوى دواړه شامل دي.”

نوموړى هم په ټاکنو کې د کړکېچ پړه پر ولسمشر کرزي وراچوي او وايي، له لومړيو يې د سياسي واک د لېږدولو اراده نه درلوده او دد ې موخې لپاره يې له هرې وسيلې کار واخيست، ترڅو په ارګ کې پاتې شي.

سيد داوود وايي، په ټاکنو کې دواړو کانديدانو درغلي کړې ده، خو ولسمشر کرزى د يوه کانديد په لمسولو، غواړي د هغه توافق د پلي کېدو مخه ونيسي، چې د جان کيري په منځګړيتوب دواړو کانديدانو کړى وو.

دى زياتوي، د کرزي پلان ته په کتو، بايد کانديدان هرڅومره ژر چې کېداى شي، سره موافقې ته ورسېږي.

د هغه په خبره، که ټاکنيز بحران همداسې وي، نو د وسله والو مخالفينو خبره توجيه پيدا کوي، چې هېواد ټاکنو ته برابر نه دى او دا د دې لامل کېږي، چې هغوى په خلکو کې محبوبيت پيدا کړي.

 

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.