خوست (پژواک ١٣ زمرى ٩٣): د خوست والي د سياسي او جنايي مجرمينو پر وړاندې د جدي مبارزې غوښتنه وکړه.
والي عبدالجبار نعيمي دا غوښتنه د خوست له امنيتي مسوولينو او يو شمېر حکومتي مامورينو سره په اونيزه امنيتي غونډه کې وکړه.
د خوست ولايت د مقام له دفتره پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې والي له امنيتي مسوولينو وغوښتل څو په سياسي او جنايي پېښو کې ښکېل کسان په نښه او ونيسي.
سرچينه د والي له قوله وايي: ((هغه وسله وال چې يو شمېر قومي مشران، ديني عالمان، ځوانان او د حکومت ځيني مامورين ګواښي او يا يې وژني، بايد ژر تر ژره ونيول شي.))
د خبرپاڼې له مخې، نوموړي د بېلګې په توګه د دغه ولايت په صبريو او يعقوبيو ولسوالۍ کې په ياده برخه کې د رامنځته کېدونکو ننګونو پر مخنيوي ټينګار وکړ.
د خپرې شوې خبرپاڼې پر بنسټ، د خوست د ملي امنيت مرستيال ډګروال عبدالغفار وويل چې وسله والو د امنيتي ځواکونو پر وړاندې د مخامخ جګړې وړتيا له لاسه ورکړې ده.
هغه ويلي: ((دغه کار د دې لامل شوی چې وسله والو خپل جنګي تکتيکونه بدل کړي او وېره خپرونکو فعاليتونو او تشو تبليغاتو ته يې زور ورکړی دی.))
سرچينه وايي چې د خوست د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر ضد د مبارزې مدير سمونوال ګلداد مندوزي وويل، پوليسو د وېره اچوونکو کسانو د فعاليتونو د مخنيوي هڅې پيل کړي دي.
په خبرپاڼه کې د جنايي پېښو د زياتوالي او کموالي د ګراف په تړاو څه نه دي ويل شوي.
بلخوا د خوست ولايت يوه اوسېدونکي حيدر جان منګل له پژواک سره په خبرو کې د ولايتي چارواکو ياد اقدامات وستايل او دا يې د ثبات د ټينګښت لپاره تر ټولو غوره لار وبلله.
ده وويل، که په سياسي او جنايي پېښو کې ښکېلو کسانو ته تر نيولو او څېړنو وروسته سزا ورکړل شي؛ ښايي جنايي پېښې به کمې شي.