خوست ښار (پژواک ٢٩ زمرى ٩٣): د خوست د کډوالو چارو رياست مخې ته راټول شوي وزيرستاني کډوال له نړيوالې ټولنې د اړينو مرستو غوښتنه کوي.
دغه کډوال هره ورځ د کډوالو چارو رياست مخې ته د مرستو د ترلاسه کولو په خاطر د نوم ليکنې لپاره راټولېږي.
دوی د زمري په ٢٩مه له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل، چې له ځينو کډوالو سره يوه اندازه مرستې شوې، خو ستونزې يې نه دې پرې هوارې شوې.
يوه کډوال عبدالولي پژواک اژانس ته وويل، چې کورنۍ يې په تڼيو ولسوالۍ کې د يوه ځايي کس د کور په يوه خونه کې په ډېرو ستونزو شپې او ورځې تېروي، خو تر اوسه ورسره هيڅ ډول مرسته نه ده شوې.
هغه زياته کړه: ((موږ ته کله کله ډوډۍ نه رسېږي، خو هغه چا چې موږ ته يې په خپل کور کې ځای راکړی، ډېر وخت خپله ډوډۍ راسره نيموي.))
يوه بل کډوال دين محمد، چې په ګربزو ولسوالۍ کې اوسېږي، له پژواک اژانس سره په خبرو کې له افغان دولت او نړيوالې ټولنې وغوښتل، چې د سرپناه او خوراکي توکو مرستو ته لومړيتوب ورکړي.
دى وايي: ((موږ هر شي ته اړتيا لرو، وريجي، غوړي، اوړه، بورې او ځينو نورو خوراکي شيانو ته اړتيا لرو، ځکه چې ښځو او ماشومانو ته مو پوره غذايي توکي نه رسېږي.))
د دغه ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رييس ګل حبيب شاه، چې پر وزيرستاني کډوالو د مرستو د وېش مسووليت پر غاړه لري، پژواک ته وويل، چې له هغوی سره اوس هم يوه اندازه مرستې دوام لري.
ګل حبيب شاه زياته کړه چې دغه ترسره کېدونکې مرستې د کډوالو ټولې ستونزې نه شي هوارولی، ځکه د کډوالو شمېر زيات دی او مرستې په کمه اندازه دي.
د خوست د ولايتي شورا رييس سيدکريم خاکسار پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په کمپ کې مېشتو کورنيو ته تر يوه بريده مرستې رسېدلې، خو په کليو کې پرتې کورنۍ لا تر اوسه هم له مرستو بې برخې دي.
نوموړي وويل، چې ولايتي ادارې د کډوالو د سرپناه، خوراکي توکو، روغتيا، د ماشومانو د زده کړې او ځينو نورو برخو کې د مرستو لپاره خپلې هلې ځلې روانې ساتلې دي.
خاکسار له نړيوالو مرسته کوونکو سازمانونو د ګيلې په توګه وويل، هغه مرستې چې په بنسټيز ډول د وزيرستاني کډوالو شته ستونزې هوارې کړای شي، نه دي ترسره کړې.
نوموړی زياتوي: ((موږ د کډوالو چارو له نړيوالې ادارې، د خوراک نړيوال پروګرام، د مهاجرت نړيوال سازمان او له نړيوالې ټولنې غوښتنه کوو، چې د کډوالو د ستونزو په هواري کې دوامدارې مرستې وکړي.))
د يادونې ده، څو ورځې وړاندې د بهرنيو چارو وزير ضراراحمد عثماني د خوست له والي عبدالجبار نعيمي سره په ليدنه کې له نړيوالو مرستندويه ادارو د مرستو د راجلبولو ژمنه کړې وه.
د خوست ولايت مقام د شمېرو له مخې په تېرو شاوخوا درې مياشتو کې تر ۱۶۰ زره زيات کډوال له شمالي وزيرستان څخه د پاکستان د پوځ د عملياتو له ا مله دې ولايت ته راکډه شوي دي.