خوست (پژواک ١٠ وږى ٩٣) : د خوست امنيه قوماندان وايي، چې د غيرې قانوني وسلو د راټولولو په موخه يې په يو شمېر سيمو کې پراخ عمليات پيل کړي دي.
مل پاسوال فيض الله غيرت دا څرګندونې په دغه ولايت کې د ډاياګ پروګرام ته د لسګونه ميله بېلابېل ډول وسلو د سپارلو پر مهال وکړې.
غيرت وويل چې له ولسي خلکو سره د وسلو شتون د امنيت په برخه کې ستونزې رامنځته کوي او د مخنيوي يوازېنۍ لاره يې را ټولول دي.
ده زياته کړه چې د وسلو د راټولولو پرېکړه يې له نورو ولايتي چارواکو سره په ګډه کړې او د همدې موخې لپاره يې له څو ورځو راهيسې په بېلابېلو سيمو کې پلټونکي عمليات پيل کړي.
غيرت وويل چې پوليسو په تېرو څو ورځو کې د ځينو سپکو وسلو تر څنګ ګڼ شمېر درنې وسلې راټولې کړې او نن يې د ډاياګ پروګرام ته وسپارلې.
نوموړي غوښتنه وکړه چې ناقانونه وسله وال دې په خپله خوښه خپلې وسلې امنيتي ځواکونو ته وسپاري.
هغه ونه وويل چې په دې ولايت کې به څومره غېرې قانونې وسلې شتون ولري.
د خوست د ډاياګ د پروګرام مسوول ډګروال شېرداد پژواک ته وويل، چې نن (دوشنبه) ورته د امنيې قوماندانې له لوري سلګونه ميله سپکې او درنې وسلې وسپارل شوې.
شېزاد وويل چې په خوست کې د دې پروسې له پيل څخه تر ننه ۱۵سوه بېلابېلې درنې او سپکې وسلې دغه پروګرام ته سپارل شوې دي.
د خوست يوه اوسېدونکي محمد يوسف پژواک ته وويل چې تر طالبانو وروسته له ولسي خلکو سره شته وسلې د امنيت لپاره جدي ګواښ بلل کېږي.
ده زياته کړه چې زياتره دغه وسلې د قومونو ترمنځ د وسله والو شخړو پر مهال کارول شوې چې حکومت يې بايد ټولې کړي.
ياده دې وي چې کابو يوه مياشت مخکې هم په پروان ولايت کې له نامسووله وسله والو د خلکو له شکايتونو وروسته ورته عمليات پيل شوي وي.
ځايي خلکو او امنيتي ادارو تر هغو عملياتو وروسته ويلي وو، چې د غېرقانوني وسلو په لټه يې عملياتو پر امنيت ښه اغېز لرلې ده.
د يو بل خبر له مخې، نن (دو شنبې) په خوست کې د پوليسو د مسلکي روزنې له اکاډمۍ څه باندې ۹۰ پوليسو تر درې مياشتنيو زده کړو وروسته فارغ شول.
د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت پژواک ته وويل چې دغه تازه فارغ شوي پوليس به د ولايت په بېلابېلو سيمو کې د نورو پوليسو تر څنګ پر دندو وګومارل شي.
هغه زياته کړه چې اوس خوست ولايت دويمې درجې ته لوړ شوی او د نورو برخو تر څنګ په نظامي برخه کې د پوليسو د تشکيلاتو زياتول اړين او مهم دي.