ژبه

خوستيان: د ټاکنو کمېسيون دې پايلې ژر اعلان کړي

خوست ښار (پژواک ٢٢ وږى ٩٣): د خوست قومي مشرانو، ديني عالمانو، د مدني ټولنو غړو او ځوانانو د يوې سترې غونډې په ترڅ کې د ټاکنو پر خپلواک کمېسيون غږ وکړ چې د ولسمشرۍ د ټاکنو وروستۍ پايلې ژر تر ژره اعلان کړي.

همدارنګه دوی د اصلاحاتو او همپالنې له ډلې هم وغوښتل چې په هېواد کې د زرغون او نارنجي په نوم د مدني حرکتونو په ترڅ کې د کړکېچ له رامنځته کولو لاس پر سر شي.

په ولسي جرګه کې د خوست د خلکو استازي همايون د غونډې ګډون کوونکو ته وويل چې اوس د خوست ولسونه د خپلو حقونو په ترلاسه کولو ښه پوهېږي او نه غواړي چې د رايو پر سر يې معامله وشي.

نوموړي ګواښ وکړ چې که د ټاکنو کمېسيون د ټاکنو د نهايي پايلو په اعلان کې نور ځنډ هم رامنځته کړي او يا د خوست د خلکو په رايو معامله وشي، نو تر کابله به پراخ لاريونونه وکړي.

همايون زياته کړه: ((يو شمېر مافيايي کړۍ د خپلو موخو لپاره هڅې کوي چې د دواړو نوماندانو تر منځ اختلافاتو لمن ووهي. موږ له دوی غواړو چې دې برخې ته خپله پاملرنه زياته کړي.))

نوموړي د اصلاحاتو او همپالنې پر ټاکنيزې ډلې غږ وکړ چې په هېواد کې د نارنجي حرکتونو پر ځای خپل پلويان د ملي وحدت حکومت ته راوبولي.

د دغه ولايت يوه ديني عالم مولوي محمدسردار ځدراڼ يادې غونډې ته په خبرو کې اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل چې ځينې بهرنۍ استخباراتي ډلې د افغانانو په منځ کې د نفاق رامنځته کولو هڅه کوي.

نوموړي له دواړو ټاکنيزو ډلو غوښتنه وکړه چې نژادي او سمتي تعصباتو ته لمن ونه وهي او په ګډه د ملي وحدت حکومت جوړ کړي، څو په هېواد کې سوله او ثبات رامنځته شي.

مولوي سردار زياته کړه: ((موږ د ټاکنو له کمېسيون څخه په ټينګه غواړو چې په راتلونکو څو ورځو کې د ټاکنو نتايج اعلان کړي او نوی ولسمشر افغانانو ته ور وپېژني.))

قومي مشر رسول محمد تڼي هم د ډاکټر عبدالله د پلويانو له لوري نارنجي حرکتونو ته په اشارې سره وويل، چې هيڅا ته به په هېواد کې د کړکېچ رامنځته کولو اجازه ورنه کړي.

نوموړي وويل: ((د ټاکنيزو ډلو په منځ کې داسې اشخاص موجود دي، چې په لوی لاس په هېواد کې تاوتريخوالي ته لمن وهي او له دې لارې غواړي چې خپلو شخصي موخو ته ورسېږي.))

رسول محمد تڼي له ملګرو ملتونو او د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون څخه په ټينګه وغوښتل چې نور دې د انتخاباتو د پايلو په اعلان کې ځنډ نه کوي.

ياده غونډه په داسې حال کې جوړېږي، چې تر دې يوه ورځ مخکې د خوست ولايت مقام له لوري پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې اوسني امنيتي او سياسي شرايط ډېر حساس بلل شوي دي.

سرچينې يادې غونډې ته په اشارې سره ويلي، چې په سوله ييز ډول مدني حرکتونه د اساسي قانون له مخې د هر وګړي، ټولنې او بنسټ حق دى، خو هغه مهال چې ورته جدي اړتيا وليدل شي.

سرچينې همدارنګه له مدني بنسټونو او نورو خلکو څخه په کلکه غوښتنه کړې، چې په اوسنيو امنيتي حالاتو کې د لويو غونډو له جوړولو ډډه وکړي، څو په ياده برخه کې د پېښو د رامنځته کېدو مخنيوی وشي.