جلال اباد (پژواک ٢٩ وږى ٩٣): په لغمان ولايت کې د نښتې اوچاودنو له امله ١١ وسله والو او ١٠ سيمه ييزو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د وږي په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه ناوخته د لغمان د مرکز اړوند د الينګار سيند ختيځې څنډې ته د حکيم په سيمه کې وسله والو د سيمه ييزو پوليسو پر يوې پوستې بريد وکړ.
نوموړى وايي، د نښتې په ترڅ کې پنځه وسله وال چې دوه يې ځانمرګي بريدګر وو وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
ده زياته کړه چې له وژل شوو وسله والو يې د دوو مړي په ساحه کې پاتې شوي هم دي.
د والي وياند وايي چې په ياده نښته کې څلور سيمه ييز پوليس هم وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.
ده زياته کړې چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او دا مهال تر درملنې لاندې دي.
د سيمې يو اوسېدونکى ادم خان پژواک اژانس ته وويل چې تېره شپه د دوى په سيمه کې د دواړو لورو تر منځ ډېره درنه نښته شوې او پر ځينو کورونو مرمۍ هم لګېدلې دي.
د يادونې ده، د دې نښتې په اړه وسله والو رسنيو ته څه نه دي ويلي.
د يو بل خبر له مخې، ناپېژانده وسله والو د جلال اباد ښار د لومړۍ ناحيې اړوند د غلجي پلازا په يوه خونه کې دوو وروڼو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيار حضرت حسين مشرقيوال پژواک اژانس ته وويل چې تېره شپه شاوخوا اوه بجې د حاجي غلجي پلازې په څلورم پوړ کې ناپېژانده وسله والو پر دوو ورونو ډزې کړې چې يو وژل شوى او بل ټپي دى.
نوموړى زياتوي چې وسله وال په تېښته بريالي شوي او د پوليسوڅېړنې روانې دي.
نصيب الله چې په غلجي پلازې کې اوسېږي پژواک ته وويل چې وسله والو ياد کسان په پټ غږي وسلې ويشتي، ځکه دوى يې ډز نه دى اورېدلى.
ده زياته کړه: ((موږ ته ټپي کيسه وکړه چې د کوټې دروازه چا ووهله چې کله يې ورور خلاصه کړه پر دوى يې ډزې وکړې.))
همداراز د يو بل خبر له مخې، مشرقيوال زياتوي وړمه شپه د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ د شينوارو کلا په سيمه کې د وسله والو او امنيتي ځواکونو تر منځ نښته شوې چې په پايله کې يې څلور وسله وال وژل شوي دي.
نوموړى وايي چې د وژل شوو وسله والو جسدونه په سيمه کې پاتې دي او يو شمېر نور ټپيان هم دي چې دقيق شمېر يې نه دى په ډاګه.
ده وويل چې په نښته کې امنيتي ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه ندې ويلي.