ژبه

خوست مېشتې وزيرستاني کډوال ژمنيو مرستو ته اړ دي

خوست (پژواک ٢٠ تله ٩٣): د خوست چارواکو غوښتنه کړې چې د ژمي تر را رسېدو مخکې دې په دغه ولايت کې له مېشتو وزيرستاني ګډوالو سره اړينې مرستې وشي.

د دغو کډوالو له ډلې ځيني يې په بېلابېلو سيمو کې په کرايي کورونو کې اوسېږي خو بېوزله هغه يې د خوست ښار سوېل ته د ګربزو ولسوالۍ د ”ګلان” په پراخه دښته کې په خېمو کې ژوند کوي.

د دغه کمپ اوسېدونکي وايي، سر له اوسه هوا سړه شوې او باد او خاورو يې د ماشومانو لاسونه پښې چاودلي، خو د امکاناتو د نه شتون له امله د ژمي لپاره هيڅ ډول چمتووالی نه لري.

د خوست د ګربزو ولسوالۍ د ګلان د کمپ يو اوسېدونکی حفيظ الله چې د خپلې کورنۍ له نورو غړو سره يو ځای په خېمه کې ژوند کوي وايي، څلور مياشتې کېږي چې مرسته ورسره  نه ده شوې.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل چې که د افغانستان نوی حکومت له وزيرستاني کډوالو سره د مرستو لپاره جدي ګام وانه خلي، نو ډېر کډوال به د ژمي د ساړه له امله خپل ماشومان له لاسه ورکړي.

يو بل وزيرستاني کډوال مجيب الله پژواک اژانس ته وويل چې له شمالي وزيرستانه د راغلو زياتره کډوالو اقتصاد دومره کمزوری دی چې د خپلو کورنيو لپاره پوره ډوډۍ نه شي پيدا کولی.

هغه زياته کړه، د کډوالو په کمپ کې د يو شمېر کورنيو ځيني ماشومان سر له اوسه پر بېلابېلو ناروغيو اخته شوي او ښايي په ژمي کې د سړې هوا له امله د روغتيا په برخه کې له ناورين سره مخ شي.

مجيب الله وغوښتل: ((افغان دولت او نړيوال مرسته کوونکي سازمانونه دې زموږ لپاره پر خوراکي توکو سربېره د کمپلو، ګرمو خېمو، لرګيو او نورو ژمنيو توکو په برابرولو کې جدي اقدام کړي.))

يو بل کډوال محمد وقار وايي د کډوالو لپاره د روغتيايي مرکزونو زياتول هم ډېر اړين دي چې وکولای شي خپل ناروغان پر وخت او اسانۍ سره درملنه کړي.

هغه زياته کړه  چې لويان په ژمي کې تر يوه بريده د سړو په مقابل کې مقاومت کولای شي خو ماشومان د ژمي د سړې هوا زغم نه لري او نه هم مقاومت کولای شي.

ده زياته کړه: ((زموږ ماشومان له اوسه ټوخي نيولي، که ژمی راشي بيا نو زموږ لپاره ژوند کول ډېر سختېږي. موږ په دې برخه کې د جدي اقداماتو غوښتنه کوو.))

په خوست کې پر وزيرستاني کډوالو د مرستو د وېش کمېسيون مشر انجنير ګل حبيب شاه وايي چې د ژمنيو مرستو په اړه يې د کډوالو غوښتنې د کډوالو چارو له نړيوالې ادارې سره شريکې کړې دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې له يادې ادارې يې له کډوالو سره د خونو په جوړولو کې د مرستې غوښتنه کړې خو هغوی ورته ويلي چې دغه اړتيا يې له خپلو مشرانو سره شريکه کړې ده.

ګل حبيب شاه همدارنګه زياته کړه: ((د افغانستان د امنيت شورا ته مو هم په ياده برخه کې يو پروپوزل وړاندې کړی او هيله من يو چې له کډوالو سره د ژمنيو مرستو په اړه د حل يوه لار ولټول شي.))

د خوست د عامې روغتيا سرپرست رييس ډاکټر ګل احمدشاه پژواک اژانس ته وويل چې له کډوالو سره د ژمنيو او تنفسي ناروغيو د مخنيوي او درملنې لپاره پوره امکانات نه لري.

هغه وويل، د افغانستان د عامې روغتيا وزارت او دغه راز د روغتيا نړيوالې شبکې (WHO) ته يې په کډوالو کې د ژمنيو ناروغيو د ناورين د مخنيوي لپاره د ټولو امکاناتو برابرولو رسمي غوښتنه کړې ده.

نوموړي زياته کړه د عامې روغتيا وزارت ورسره د پوره همکارۍ ژمنه کړې خو د روغتيا نړيوالې شبکې تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

ډاکټر ګل احمدشاه وويل: ((که د روغتيايي ستونزو د مخنيوي لپاره پر وخت مرستې را ونه رسېږي، نو ممکن په ژمي کې وزيرستاني کډوال زيات شمېر ماشومان او بوډاګان د سړو له امله له لاسه ورکړي.))

په همدې حال کې د خوست سرپرست والي عبدالجبار نعيمي هم وايي چې د ژمي په رانږدې کېدو سره د وزيرستاني کډوالو په اړه د دوی اندېښنې زياتېږي.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل چې د کډوالو اوسني حالت ته په کتو سره ښايي کډوال د ژمي په ساړه موسم کې پر نورو ستونزو سربېره د روغتيايي ستونزو له امله له ناورين سره مخ شي.

والي زياته کړه: ((په دې برخه کې د کډوالو چارو له نړيوالې ادارې، د کډوالۍ نړيوال سازمان، د روغتيا نړيوالې شبکې او له نورو مرسته کوونکو ادارو څخه د جدي توجه غوښتنه کوو.))

پژواک اژانس هڅه وکړه چې په خوست کې د کډوالو چارو د نړيوالې ادارې د مسوولينو غبرګون هم واخلي خو له بيا بيا هڅو سره د هغوی په نظر اخيستو بريالی نه شو.

ورته موضوع