ژبه

د خوست يو پخوانی سرپرست ښاروال د اختلاس په جرم  زندان ته ولېږل شو

خوست (پژواک ٢٢ تله ٩٣): د خوست د څارنوالۍ مسوولين وايي، چې د دې ولايت يو پخوانی سرپرست ښاروال انجنير محمد شريف، چې په يوه قرارداد کې د اختلاس په جرم محکوم شوی و، نن يې زندان ته ولېږه.

د خوست د استيناف څارنوال محمد شعيب ثابت، نن له غرمې وروسته په يوه خبري کنفرانس کې خبريالانو ته وويل، چې انجنير محمد شريف يو کال وړاندې په ناقانونه ډول له يوه ساختماني شرکت سره قرارداد کړی و.

نوموړي وويل: ((د دغه قرارداد له مخې، ښاروالۍ ته نږدې ۱۳ ميليونه افغانۍ تاوان رسېدلی و، چې لامل يې د هغه شخصي ګټې وې.))

څارنوال ثابت وويل، چې پر سرپرست ښاروال انجنير محمد شريف د خوست د استيناف محکمې له خوا د شواهدو پر بنسټ، اته مياشتې وړاندې د اووه کاله بند حکم شوی و، خو حکومت يې د نيولو هڅه نه کوله.

هغه زياته کړه: ((انجنير شريف بايد اته مياشتې وړاندې نيول شوی وای، خو متاسفانه د ځينو واسطو له امله نه يواځې ازاد ګرځېده، بلکې دولتي دنده يې هم پرمخ بېوله.))

د خوست د استيناف څارنوال په وينا، پر بند محکوم شوی پخوانی سرپرست ښاروال، نن د استيناف څارنوالۍ پوليسو ونيوه او د خوست مرکزي زندان ته يې ولېږه.

د يادونې ده، چې په تېرو څو کلونو کې په خوست کې ګڼ شمېر دولتي لوړپوړي او ټيټ پوړي مامورين د اداري فساد په تور تر نيول کېدو وروسته، عدلي او قضايي ادارو ته ورپېژندل شوي دي.

ورته موضوع