خوست-پل علم (پژواک ٢٣ تله ٩٣): په خوست او لوګر ولايتونو کې د پېښو پر مهال ١٤افغان سرتېري وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
په خوست کې پر ګډو امنيتي ځواکونو د عملياتو پر مهال د موټربم چاودنه شوې چې په کې اته افغان سرتېري او درې ځانمرګي بريد کوونکي وژل شوي، پنځه نور سرتېري ټپيان دي.
د خوست د والي وياند مبارز محمد ځدراڼ وايي دغه چاودنه تېره شپه د خوست لوېديځ ته د اسماعيل خېلو او مندوزيو ولسوالۍ د للمۍ په کلي کې پر يوه کور د عملياتو پر مهال شوې ده.
ځدراڼ پژواک خبري اژانس ته وويل، امنيتي ځواکونو پر ياد کور د عليماتو پر مهال د يوې ښځې په ګډون درې ځانمرګي بريد کوونکي وژلي، خو وروسته په کور کې ولاړ سراچه موټربم چاودنه کړې ده.
مبارز زياته کړه: ((په موټربم چاودنه کې اته امنيتي سرتېري وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي. تر اوسه نه ده څرګنده چې موټربم د ريموټ په وسيله چاودلی او که څنګه.))
ده زياته کړه چې له ياد کوره سپکې او درنې وسلې نيول شوې او د ښځې په ګډون وژل شوو کسانو غوښتل په خوست کې پر مهمو دولتي ودانيو ډله ييز بريدونه وکړي.
د سيمې يوه اوسېدونکي د نوم نه ښودو په شرط پژواک اژانس ته وويل، چاودنه ډېره زوروره وه چې له امله يې د شاوخوا کورونو کړکۍ او دروازې ماتې شوې دي.
سرچينې وويل، د ده د معلومات له مخې تر پنځلسو زياتو افغان امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې خو د کره شمېر په اړه يې معلومات نه لري.
د سيمې ځينو نورو اوسېدونکو ويلي چې د چاودنې له امله په شاوخوا کورونو کې يو شمېر ملکي وګړي هم ټپيان شوي خو چارواکو د ملکي ټپيانو خبر نه دی تاييد کړی.
د خوست د ولايتي روغتون رييس ډاکټر مجيد منګل پژواک اژانس ته وويل چې تر اوسه کوم ټپي دوی ته نه دی ور وړل شوی.
په خوست کې د ببري ګل خصوصي روغتون يوه موظف ډاکټر هم پژواک ته وويل چې تېره شپه دوی ته کوم مړی او يا ټپي نه دي وروړل شوي.
د يو بل خبر له مخې، تېره شپه د لوګر په بره کي برک ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د افغان ملي پوليسو پر يوه امنيتي پوسته د بريد په ترڅ کې شپږ پوليس وژلي دي.
د لوګر امنيې قوماندان مل پاسوال عبدالحکيم اسحازقزي پژواک ته وويل چې د پوليسو له غفلت څخه طالبانو ګټه اخيستې، شپږ پوليس يې وژلي، وسلې او مهمات يې له ځان سره وړي دي.
خو د بره کي برک ولسوال انجنير محمدرحيم امين خبريالانو ته ويلي چې پوليسو پوره مقاومت کړی، خو د طالبانو شمېر زيات و، پوسته يې نيولې او په پوسته کې ټول شپږ پوليس يې وژلي دي.
طالبانو د لوګر د بريد مسووليت پر غاړه اخيستی، خو د خوست د تېرې شپې د چاودنې او د امنيتي ځواکونو د عملياتو په اړه يې څه نه دي ويلي.