ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د طالبانو له خوا برمته کېدل” کتاب چاپ شو

“د طالبانو له خوا برمته کېدل” کتاب چاپ شو

author avatar
16 Oct 2014 - 14:35
“د طالبانو له خوا برمته کېدل” کتاب چاپ شو
author avatar
16 Oct 2014 - 14:35

کابل (پژواک ٢٤ تله ٩٣): په ٢٠١٢ کال د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا د برمته شوي امريکايي ډاګټر ډيليپ په لاس ليکل شوى کتاب “د طالبانو له خوا برمته کېدل” چاپ شو.

که څه هم اوس دا په بهرنيو سياستوالو، ژورنالېستانو او عادي ليکوالو کې دا يو معمول ګرځېدلى چې په افغانستان کې له څه وخت تېرولو او ستنېدو وروسته د خپل شهرت او ځان ښودلو په موخه د دغه جګړه ځپلي هېواد، وسله والو مخالفينو، ټولنيز وضعيت او د خلکو په اړه کيسې او خبرې ليکي، خو د “د طالبانو له خوا برمته کېدل” کتاب ليکوال وايي چې له طالبانو سره يې عجيبې خوږې او سختې شېبې تېرې کړې دي.

ډاکټر ډيليپ جوزف د امريکا په کولوراډو سيمه کې “د سهار ستورى” په نامه يوې طبي مرستندويه ډلې غړى دى چې افغانستان ته له سفر وروسته د ٢٠١٢ کال د سپټمبر په پنځمه په افغانستان کې د خپلې موسسې له يوه روغتون څخه د ليدنې پر مهال له خپلو دوو افغان همکارانو ډاکتر رفيق او چلوونکي فرزاد سره د طالبانو له خوا په سروبي ولسوالۍ کې د څلورو ورځو لپاره برمته شو.

جوزف له طالبانو سره د خپل څلور ورځني زندان په اړه خپل ليکلى کتاب “د طالبانو له خوا برمته کېدل” وړمه ورځ خپور کړ او په دې اړه يې له لوېديځو رسنيو سره په مرکه کې ويلي چې دوى له تښتول کېدو وروسته يوې دښتې ته وړل کېږي او هلته وسله وال طالبان د دوى له دفتر سره ټېلېفوني اړيکه نيسي او ورته ګواښ کوي چې د شرايطو د نه منل کېدو په صورت کې به درې واړه ووژل شي.

جوزف وايي چې په دغه وخت کې له ځينو طالبانو سره مخ شو او د يوه برمته په توګه يې سختې شېبې ورسره تېرولې، خو له يوه ١٩ کلن ځوان طالب سره يې عجيب عاطفي تړاو خپل کړ او هغه به هر وخت ورته ويل چې تا به خوشې کړم، خو ما به هم امريکا ته درسره بيايې.

هغه په دې اړه ويلي: “دغه ځوان طالب جنګيالي راته د خپل ستونزمن ژوند کيسې کولې، حتى راته ويل يې چې ما امريکا ته بوځه چې هلته نوى ژوند پيل کړم، زده کړې وکړم او ښوونځي ته ولاړ شم.”

بالاخره درېيمه ورځ د جوزف دوه افغان همکاران خوشې کېږي، خو دى د طالبانو په زندان کې پاتې وي او د مرګ شېبې شماري.

جوزف وايي چې د افغان همکارانو له تګ وروسته هغه ځوان طالب د خوشې کېدو ډاډ راکاوه او د خپلې لونګۍ په شمله يې اوښکې پاکولې.

د ده په وينا، د ٢٠١٢ کال د سپټمبر نهمه شپه وه چې د ډزو غږونه واورېدل شول، امريکايي ځانګړي ځواکونه هغه کور ته را ورسېدل چې دى په کې بندي و، هغوى جګړه کوي او څو شېبې وروسته جوزف له کوټې باسي، خو کله چې راووځي، نو د همدغه ځوان طالب او دوو نورو طالبانو په وينو سره جسدونه د کور په دهليز کې پراته وي.

ډاکټر جوزف وايي چې وروسته د امريکايي ځانګړو ځواکونو په يوه چورلکه کې د هغې سيمې يوې پوځي اډې ته وړل کېږي، خو دغه عمليات د نيکولاس چک په نامه د يوه امريکايي ځانګړي سرتېري په مرګ تمامېږي چې دى يې ژغورلى او دى ور پسې زيات خپه دى.

تر دې وړاندې د اېوان رېډلي په نامه يوې بهرنۍ خبريالې هم د ” لس ورځې د طالبانو په جېل کې” کتاب ليکلى او خپور کړى و چې د طالبانو د حکومت پرځېدو پر مهال د جګړه ييز وضعيت د خبري پوښښ په موخه افغانستان ته په پټه راننوتې وه، خو وروسته د طالب جنګياليو له خوا ونيول شوه او ورسره د طالبانو د “ښه چلند” له مخې يې پرېکړه بدله او د اسلام مبارک دين يې قبول کړ.

 

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.