ژبه

نړيوالو ادارو خوست کې وزيرستاني کډوالو سره د مرستو ژمنې وکړې

خوست ښار ( پژواک، ٧ لړم ٩٣ ) : په افغانستان کې د سوېډن سفارت،د ملګرو ملتونو د يونامادفتر او د کډوالو چارو نړيوالې ادارې يوه ګډ پلاوي په خوست کې له مېشتو وزيرستاني کډوالو سره د هر اړخېزو مرستو ژمنې وکړې.

په دغه پلاوي کې په کابل کې د سوېډن هېواد سفير پېټر، د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي مرستيال مارک بودېن او په افغانستان کې د کډوالو چارو نړيوالې ادارې مشر بوشاک ګډون درلود.

دوی دلړم په ٧مه، د خوست له ولايتي چارواکو سره يو ځای په ګربزو ولسوالۍ کې د وزيرستاني کډوالو کمپ ته لاړل او د کډوالو له يو شمېر مشرانو سره يې د غونډې په ترڅ کې د خپلو مرستو پر دوام او پراختيا ټينګار وکړ.

د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستيال مارک بودېن يادې غونډې ته وويل، دوی هڅې کوي، چې په خوست او پکتيکا ولايتونو کې د وزيرستاني کډوالو کورنيو تر ټولو مهمې اړتياوې معلومې کړي.

نوموړي زياته کړه، چې د ځينو نورو اړتياوو د پوره کولو تر څنګ به دغو کډوالو ته د ژمي په ساړه موسم کې د خيمو د تودولو لازمې ژمنۍ اسانتياوې هم برابرې کړي.

هغه د خوست له مدني ټولنو او وزيرستاني کډوالو څخه غوښتنه وکړه، چې په ياده برخه کې له دوی سره پوره همکاري وکړي، څو وکولای شي په ښه توګه کډوالو ته مرستې ورسوي.

مارک بودېن همدارنګه زياته کړه، چې راتلونکې اونۍ له ولسمشر اشرف غني احمدزي سره ګوري او د کډوالو د ستونزو د بنسټيز هواري ترڅنګ به د کډوالو ماشومانو لپاره د زده کړې د زمينې په برابرولو خبرې وکړي.

په کابل کې د سوېډن هېواد سفير پېټر د کډوالو مشرانو ته وويل، چې په خوست او پکتيکا ولايتونو کې د مېشتو وزيرستاني کډوالو د ستونزو د بنسټيز هواري لپاره له نورو نړيوالو سازمانونو سره يو ځای کار کوي.

پېټر زياته کړه، چې هېواد يې له افغانستان سره له څو لسيزو راهيسې پراخې او دوامداره مرستې کړې دي او همدارنګه سوېډن هېواد د ملګرو ملتونو او دغه راز د بشري مرستو کلک ملاتړی دی.

په افغانستان کې د کډوالو چارو د نړيوالې ادارې مشر بوشاک پژواک اژانس ته وويل، چې د خپلو مرستو ترڅنګ د ځينو نورو نړيوالو خيريه سازمانونو د مرستو د راجلبولو لپاره پوره هڅې کوي.

هغه ژمنه وکړه، چې د ژمي په رانږدې کېدو سره به د کډوالو زياتره ستونزې هوارې کړي او ټول هغه توکي، چې ورته اړتيا لېدل کېږي، دغو بې ځايه شويو کورنيو ته ورسوي.

د خوست والي عبدالجبارنعيمي راغلي پلاوي ته په خپلو خبرو کې د راکډه شويو کورنيو شمېر تر ۲۵ زره زيات وښود او له همدې امله يې د کډوالو اوسنی حالت د اندېښنې وړ وباله.

نوموړي دغه راز له ټولو هغو سازمانونو څخه چې له وزيرستاني کډوالو سره تر خپل وسه يې  مرستې کړې دي، د مننې ترڅنګ وغوښتل چې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

يو شمېر وزيرستاني کډوالو ياد پلاوي ته د خپلو ستونزو د بيانولو په ترڅ کې خپلې زياتې اړتياوې په ګوته کړې.

دوی له نړيوالو مرستندويه سازمانونو څخه د روغتيا او د ماشومانو د زده کړې په برخو کې د جدي پاملرنې ترڅنګ په خپل وخت د ژمنيو مرستو د رسولو غوښتنه وکړه.

ورته موضوع